د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال په تخار کې ۴۲ کانالونه جوړ شوي


سږ کال په تخار کې ۴۲ کانالونه جوړ شوي
سږ کال په تخار کې ۴۲ کانالونه جوړ شوي

ددغه ولایت اوسېدونکي وايي د پسرلي او اوړي په موسمونو کې سیلابونه د دغې ولسوالۍ اکثره سربندونه او کانالونه ویجاړوي.

په تخار کې د اوبو د تنظیم ریاست چارواکي وايي چې سږکال ددغه ولایت په مرکز تالقان او اړوندو ولسوالیو کې د اوبو د تنظیم ۴۲ کانالونه بشپړ کړي دي.

د تخار د اوبو د تنظیم ریس انجنیر محمد سالم اکبر په وینا دغه پروژې د اوبو او بریښنا وزارت او یو شمیر مرستندویه موسسو لخوا بشپړې شوي دي.

"سږ کال په تخار کې د اوبو لګولو د ۶۲ کانالونو په بیارغونه کار پیل کړی، چې تر اوسه یې ۴۲ بشپړ شوي، او پر نورو کار روان دي، د دې پروژو ټولیز لګښت لس ملیونه اوپنځه سوه او شپېته زره امریکايي ډالره دی، چې د یو شمیر موسسو او د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیايي بودجې له خوا تمویلیږي"

انجنیر سالم اکبر وايي چې اوسمهال تخار د اوبو لګولو دودیز سیسټم لري، چې په وینا يې له امله یې ۷۰ فیصده اوبه اصلي موقعیت ته له رسیدو دمخه ضایع کېږي.

نوموړی وايي دوی کوښښ کوي چې، په دغه ولایت کې د کرنیزو اوبو یو منظم سیسټم رامینځ ته کړي، چې د ښاغلي اکبر په وینا ورسره به په راتلونکي کې د کرنيزو حاصلاتو کچه نوره هم لوړه شي او د اوړي په موسم کې به د قومونو تر منځ د اوبو د ویش په سر د شخړو د رامنځ ته کېدو مخه هم ونیول شي.

"کله چې موږ د دوی سیسټمونه په عصري ډول جوړوو، په کې د اوبو ضایعات کمیږي، ورسره د اوبو ویش هم تنظمیږي چې له امله یې ټولنیزې شخړې هم کمېږي، خلکو چې پخوا د سربندونو په تړولو څومره وخت مصرفاوه اوس کولی شي هغه په خپلو شخصي چارو ولګوي. له بله پلوه بزګرکولی شي چې د خپلې خوښې وړکروندې وټاکي، ځکه چې په دوامداره توګه په کانالونوکې په کافي اندازه اوبه روانې وي"

هغه وایي چې د دغه کانالونو ډېری پروژې په مرکزتالقانو، فرخار، ینګي کلا، درقد او خواجه بهاالدین ولسوالیو کې دي، چې د اکبر په وینا د تخار ډیرې کرنیزې ځمکې هم په دغو سیمو کې دي.

د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی مشرف الله رحیمي د دغه کانالونو جوړیدل د کرنې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او وایي چې په دغه ولسوالۍ کې د پسرلي او اوړي په موسمونو کې سیلابونه د دغې ولسوالۍ اکثره سربندونه او کانالونه ویجاړوي چې د نوموړي په وینا له امله یې ددغې ولسوالۍ بزګران د اوبه خور پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

"همدا اوس چې کومې ستونزې دي، دادي، چې کله سیلاب راشي ویالې خرابوي، د اوبو د کمي ستونزه ده او له بلې خوا دا بندونه چې کله خرابیږي، تر څو چې يې بېرته جوړوي، ډېر وخت پرې تېرېږي، نو له امله یې د بزګرانو فصلونه ښه حاصلات نه ورکوي. که دا بندونه جوړ شي، کولی شي چې بزګرانو ته په معیاري او پوره ډول اوبه ورسوي او هیڅ ډول ستونزې به پاتې نشي"

د یادونې وړده چې د دغو پروژو په کاري بهیرکې ۲۵۶زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي. چارواکي وايي چې له دغو پروژو څخه د مرکز تالقانو او ولسوالیو شا وخوا ۷ سوه زره کسان ګټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG