د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان ماین چاودنه کې وژل شوی


 د افغان حکومت وسله وال مخالفان په ښارونو کې اکثره افغان امنیتي ادارو پرکارکوونکو باندې د برید لپاره مقناطیسې ماینونو څخه کاراخلي.
د افغان حکومت وسله وال مخالفان په ښارونو کې اکثره افغان امنیتي ادارو پرکارکوونکو باندې د برید لپاره مقناطیسې ماینونو څخه کاراخلي.

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان ډګروال عمر د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې نن د دوشنبې د ورځې په سهار (مرغومې لسمه) د تالقانو په ښار کې وژل شوی.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند جواد هجري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار کې په دې چاودنه کې درقد امنیه قومندان وژل شوی او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي هجري وویل، چې ډګروال عمر د تخار په امنیه قومندانۍ کې د خپل تقاعد کارونه بشپړول، چې پر موټر یې مقناطیسي ماین وچاودېد.

د تخار ولایت د پولیسو د معلوماتو له مخې ماین په یو کرولا موټر کې ځای پرځای شوی وو، چې د ولایت د امنیه قومندانۍ لومړۍ دروازې ته د موټر د رسیدلو سره سم وچاودېد.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په ښارونو کې اکثره د افغان حکومت پر مامورینو باندې د بریدونو لپاره له مقناطیسي ماینونو څخه کار اخلي.

د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې د دغسې ماینونو چاودنې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب هم ګرځي.

د ماین پاکۍ د موسسو د معلوماتو له مخې ماینونه هره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي.

په افغانستان کې د پخوانیو زرګونو ځمکنیو ماینونو د شتون سربیره د افغان حکومت وسله وال مخالفین اوس هم په جګړه کې له نوو ماینونو څخه هم کاراخلي.

XS
SM
MD
LG