د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي پر شملزو ولسوالۍ یې د طالبانو برید په شا تمبولی


د زابل د امنیتي مسؤلین وايي چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې (مۍ۱۴) په سهارد شملزو په ولسوالۍ پراخ ډله ییز برید کړی و.

د زابل امنیه قوماندان سمونیار معراج الدین سادات د چهارشنبې په ورځ د «غوايي پر ۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو برید پنځه ساعته دوام وکړ خو بلاخره په شا وتمبول شو.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسی هم د پېښې په اړه اشنا راډیو ته وویل چې سیمې ته سهار وختي هوايي ځواک رسیدلی او ګزمې يې پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د شملزو ولسوالۍ په جګړه کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي خو زیاتوي چې کره شمېره به يې وروسته په ډاګه کړي.

خو د زابل یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډ یو ته وویل چې په پېښه کې تر ۱۳ زیات د پوځ سرتیري وژل شوي دي.

پر همدې مهال د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان اشنا راډیو ته وويل چې په دغه برید کې د ولسوالۍ تعمیر د وسله والو لاس ته لوېدلی او امنیتي قواوي د پوځ په یوه مرکز کې چې د ولسوالۍ له تعمیر څخه یو کیلو متر فاصله لري را یو ځای شوي دي.

شملزو د ډيورنډ کرښې ته نږدې د زابل سرحدي ولسوالي ده چې له کلات ښار څخه ۱۲۰ کلیو متر فاصله لري. خپله وسله والو طالبانو د شملزو ولسوالۍ د جګړې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د ​افغان او پاکستاني نظاميانو ترمنځ د جګړې ادعا؟

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان امریکا غږ ته وویل، چې پاکستاني سرتېرو د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د افغانستان دفاع وزارت پر پلاوي باندې برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دفاع وزارت پلاوي د یادې ولسوالۍ د ځنځیر په نوم سیمه کې پر ډیورنډ کرښې د پاکستان د اغزن تار تېرولو سیمه کتل چې د پاکستاني سرتېرو له برید سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه "مشکل د پاکستان لخوا جوړ شوی دی،دوی دغه سیمه کې کتل چې د ډیورنډ ځمکه نژدې او که لیري ده، دغه پوله یې کتل، نو پاکستانیانو پر دغه عسکرو باندې ډزې کړي دي."

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد عارف زبیر بیا امریکا غږ ته وویل چې تر دا مهاله په دې اړه کوم راپور نه دی تر لاسه کړی.

په همدې حال کې ځايي خلک ادعا کوي چې د زابل د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر په سیمه کې وویل چې د پاکستاني لوري څخه د درنو وسلو ګولۍ د ولسي خلګو پر کورونو لګېدلي او مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې ده.

د زابل یو قبایلي مشر او د شملزو ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي اسماعیل وويل چې جګړه تر غرمې مخکې څه کم یوولس بجې پيل شوې. ده زیاته کړه چې پاکستاني لوري د ډیورنډ کرښې ته نږدې د اغزن سیم د غځولو هڅه کوله چې افغان سرحدي قواوو يې مخه نیولې.

هغه وويل"پاکستاني نظامیان د ځنځیر سیمي ته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه موقعیت لري، نږدې شوي وو او هڅه يې کول چې اغزن سیم وغځوي سرحدي قواوو په پيل کې ورسره خبري کړي خو خبرو کومه نتیجه نده ور کړې او جګړه رامنځ ته شوې اوس پاکستانی لوری د توپو حمله پيل کړې چې ګولی يې د شملزو ولسوالۍ په اړوند کلیو کې لګیږي خو لايې هم د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نشته"

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسی د شملزو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له پاکستاني ملېشه وو سره د جګړې په اړه وويل چې افغان تازه دمه قواوو سیمي ته رسیدلي او د هر اقدام په مقابل کې د عکس العمل ښودلو امر ورته شوی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG