د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کابل کې د جنايي پېښو په تور ۷۴ کسان نیول شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په داسې حال کې چې لا هم په کابل کې ښار د وسله والو غلاو او نورو جنايي جرمونو په اړه له خلکو سره اندېښنې سته، د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په تیره یوه اونۍ کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۷۴ تنه نیولي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس مولوي کامران نن پنجشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومې دوهمه) ویلي چې په نیول شوو کسانو کې اختطاف کوونکي، قاتلان، او د وسایطو غله شامل دي.

هغه ویلي: "د کابل ولایت په ولسوالیو او مختلفو حوزو کې د لسم تاریخ څخه بیا تر شپاړسم تاریخ پورې تقریباً ۷۴ کسان نیول شوي دي، یاد کسان د مختلف النوع جرمونو باندې نیول شوي دي،لکه قتل، غلا، اختطاف، د غیر قانوني وسلو ګرځولو، د مخدره موادو په تور نیول شوي دي."

نوموړي زیاته کړې چې یاد کسان د خلکو په همکارۍ نیول شوي دي، هغه د کابل ښار او ولسوالیو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د ورته کسانو په نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

په کابل کې د طالبانو د جنايي تحقیقاتو رئیس همدارنګه زیاته کړې چې له غلو څخه تر لاسه شوي موټر یې بیرته خپلو مالکانو ته سپارلي دي.

طالب چارواکي پر داسې مهال په کابل ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور د یادو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د غلاوو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې له ځینو کسانو څخه د وسله والو غلو لخوا د موټر او نورو قیمتي جنسونو اخیستلو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG