د لاس رسي وړ اتصالات

غور ولایت کې یوه امیندواره پولیسه وژل شوې


د غور ولایت وژل شوې پخوانی پولیسه نګار معصومي
د غور ولایت وژل شوې پخوانی پولیسه نګار معصومي

د غور ولایت د پولیسو یوه پخوانۍ منسوبه نګار معصومي د خپلې کورنۍ د غړو په مخ کې د وسله والو کسانو له لورې وژل شوې ده.

ددغې پولیسې زوی جنیف په یوه ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي چې وسله والو کسانو چې ځانونه یې "مجاهدین" معرفي کړل د هغه امیندواره مور پدې تور چې ګواکې "اربکۍ" ده، ووژله.

د سي ان ان د خبري شبکې یو محلي خبریال هم دغه خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې میرمن معصومي د غور ولایت په زندان کې دنده درلودله او اته میاشتنۍ امیندواره وه.

د هغې زوی ویلي چې "دولت" باید دغه قضیه وپلټي تر څو څرګنده شي چې طالبان یا داعش د هغه د مور په وژلو کې ښکیل وو او که نه، که داسې ونشي هغه به پخپله "د هغه په خلاف" ودریږي.

طالبانو ویلي چې ددې ډلې جنګیالي د پولیسو ددغې منسوبې په وژنه کې لاس نه درلود او پدې هکله یې پلټنې پیل کړي دي.

د طالبانو یو ویاند بلال کریمي ویلي چې دغه پولیسه ممکن په شخصي دښمنۍ کې وژل شوې وي.

د طالبانو مشرانو ویلي چې افغاني میرمنې به په ټولنه کې مهم رول لوبوي او زده کړو ته به لاس رسی لري.

بیا هم ددې ډلې ویاند ویلي چې ښځې باید اوسمهال باید په کورونو کې پاته شي.

دا پداسې حال کې دي چې یو شمیر ښځو په تیرو ورځو کې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې مظاهرې کړي او د خپلو حقونو اعاده کیدل یې غوښتي دي.

د رپوټونو له مخې په کابل کې ښځینه مظاهره کوونکو په وړاندې طالب جنګیالیو له تشدد نه کار اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د سپتمبر په شپږمه (وږي ۱۵) وویل چې ددې ډلې هغو غړو چې تاوتریخوالی یې کړی و مسلکي کسان نه وو، هغه د افغانانو څخه وغوښتل چې د وضعیت تر عادي کیدو پورې مظاهرې ونه کړي.

XS
SM
MD
LG