د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان : د امریکا سره په غیرمستقیمو خبرو بوخت یو


طالبانو په پرله پسې ډول د افغان حکومت سره د خبرو انکار کړی او امریکا سره یې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
طالبانو په پرله پسې ډول د افغان حکومت سره د خبرو انکار کړی او امریکا سره یې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د " این بي سي" تلویزیوني شبکې د طالبانو د ډلې د سرچینو د راپور پر اساس د دغې ډلې د استازو او د امریکا د حکومت د استازو ترمنځ په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې د لیدو کتو په اړه رپوټ ورکړی دی.

د طالبانو استازو دغې امریکایي تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د دغې ډلې استازو تر اوسه څو ځلې امریکایي چارواکو سره د قطر په پایتخت دوحه کې په یو هوټل کې کتلي دي.

د طالبانو د خبرو د ټیم دغه غړي ویلي، چې په دې خبرو کې د امریکایي چارواکو شمیر له پنځه تنو ډیر نه وو.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي، چې دا خبرې په ډیره "دوستانه" فضا کې ترسره شوي دي.

د طالبانو یو استازي، چې په دې خبرو کې یې ګډون کړی وو، د "این بي سي" تلویزیوني شبکي ته ویلي، د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو په ځای کې"ډیر سخت" امنیتي تدابیر نیول شوي وو او حتی، چې د هوټل کارکوونکو ته هم د خبرو ځای ته د تګ راتګ اجازه نه ورکړل شوې.

د طالبانو دغه استازي، " این بي سي" امریکايي خبري شبکې ته ویلي، امریکايي چارواکو سره، چې په خبرو کې کومو طالب چارواکو برخه لري، د خپل امنیت په اړه اندیښمن دي او یو لړ داسې تدابیر یې غوره کړي، تر څو د روسیې، چین، او عربي هیوادونو استخبارتي شبکې هغوی ونه پیژني.

د طالبانو دغه استازي ویلي " مونږ ټول یو ځای هوټل ته نه ځو، مونږ هیڅکله لومړی د کتنې ځای ته نه رسیږو. انتظار کوو ترڅو هغوی (امریکایان) لومړی د کتنې ځای ته ورسیږي او بیا مونږ یو، یو د کتنې ځای ته ځان رسوو. د هوټل پورته پوړونو ته د پورته کیدلو لپاره له لفټ څخه کار اخلو او هم بیا د امنیتي دلایلو پر اساس د هوټل د پاړکو له لارې د کتنې ځای ته ځانونه رسوو".

د طالبانو دغه چارواکي ویلي، چې د کتنو لپاره هوټل د دې لپاره غوره شو، چې په لومړیو کې طالبانو او امریکایي چارواکو یو پر بل باور نه درلود.

" این بي سي" ویلي، طالبانو استازو ورسره د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړي دي.

دې شبکې دا هم ویلي، چې د امریکایي چارواکو سره د خبرو په اړه د طالبانو د دغه چارواکي څرګندونې نه شي تائیدولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو له استازو سره د کتنې په اړه خبر تائید نه کړ، خو ویې ویل، چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان د لانجې حل غوښتنه لري.

XS
SM
MD
LG