د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هوایي ډګرونو په فعال ساتلو کې د اروپایي اتحادیې نه مرسته وغوښته


طالبانو د اګست په ۱۵ مې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ چې ورسره نړیوال هوایي پروازونه هم بند شول.
طالبانو د اګست په ۱۵ مې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ چې ورسره نړیوال هوایي پروازونه هم بند شول.

اروپایي اتحادیې په یوې اعلامیې چې یکشنبه نومبر ۲۸ ناوخته خپره شوې، ویلي چې په دوحه کې د طالبانو جګپوړو چارواکو د هوایي ډګرونو په فعال ساتلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې طالبانو په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله هم "جدي اندیښنه" څرګنده کړې.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د خدماتو څانګې په اعلامیې کې ویل شوي چې د طالبانو سره مذاکرات د هغوي د موقتي حکومت په رسمیت پیژندلو معنی نلري خو زیاتوي چې دا کار د اروپا او افغان ولس د ګټې په خاطر کیږي.

په خبرو کې د طالبانو د هیأت مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوله. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو، پوهنې او روغتیا سرپرست وزیرانو تر څنګ د مرکزي بانک سرپرست مشر او د بهرنیو چارو، مالیې، کورنیو چارو او استخباراتو د ریاست چارواکو هم برخه درلوده.

د اروپایې اتحادیې د هیأت مشري بیا د افغانستان لپاره د دې اتحادیې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن کوله. د اروپایي کمیسیون د بشري مرستو، نړیوالې همکارۍ او مهاجرت د چارو استازو هم په خبرو اترو کې برخه درلوده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې طالبانو ویلي چې د "عمومي عفوې" په هکله خپلو ژمنو ته ژمن دي او هم یې ویلي چې هغو افغانانو او بهرنیانو ته چې غواړي افغانستان پریږدي، د وتلو اجازه ورکوي خو ددغه کار کیدو لپاره یې د هوایي ډګرونو په فعال ساتلو ټینګار کړی او د اروپایي اتحادیې نه یې د مرستې غوښتنه کړې ده. طالبانو ددغې بیانیې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې اروپایي اتحادیې د "ټولشموله حکومت جوړیدو، دیموکراسۍ ملاتړ، نجونو ته د تعلیم د لاسرسي او افغانستان دیته نه پریښول چې د هغو ډلو په اډې بدل شي چېد نورو د امنیت ترې وګواښل شي په طالبانو فشار اچولی.
په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي که طالبان د اروپایي اتحادیې شرطونه ومني، د افغانستان د نوي حکومت سره لا ډیرې مالي مراستې وشي چې خیر به یې په مستقیمه توګه افغان ولس ته ورسیږي.

د امریکا - طالبانو خبرې

طالبانو په قطر کې د اروپایي اتحادیې د چارواکو سره د خبرو لپاره جګپوړي غړي لیږلي او ټاکل شوې چې نن دوشبه به طالب چارواکي د امریکايي استازو سره هم خبرې پیل کړي چې دوه ورځې به ادامه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۲) ویلي و چې د دوو اوونیو ددغو خبرو لپاره د امریکایي هئیت مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وست کوي.

د افغانستان لپاره امریکا ځانګړي استازي ټوماس وست د جمعې په ورځ نومبر ۱۹ طالبانو ته د امریکا د مالي او دیپلوماتیک ملاتړ د ترلاسه کیدو لپاره د متحده ایالتونو شرایط تکرار کړل.

له ترهګرۍ سره مبارزه، د همه شموله حکومت رامنځ ته کول، د اقلیتونو، میرمنو او نجونو حقونو ته درناوی او تعلیم او کار ته برابر لاسرسی طالبانو ته د امریکا مهم شرطونه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG