د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ کړی چې د افغانستان الوتکې وروسپاري 


د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب له هغو هيوادونوڅخه چې د افغانستان یو شمېر الوتکې په کې دي، وغوښتل چې بېرته یې افغانستان ته وسپاري.

راپورونه وايي چې د افغانستان یو شمېر الوتکې ازبکستان، او ترکمنستان ته انتقال شوي‌ دي.

ملا یعقوب نن سه شنبه جنوري۱۱ (مرغومې۲۱) په کابل کې د څرخي الوتکو د پرېډ په مراسمو کې په خپلو خبرو کې دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې دا الوتکې دې بېرته افغانستان ته انتقال کړي.

هغه وویل: «... چاته دا اجازه نه ورکوو چې هغه زموږ شخصي شتمنۍ ګنګل کړي او یا زموږ شخصي ملکیتونه راڅخه وګرځوي. لهذا،‌ دوی زموږ طیارې او جهازونه، هیلیکوپتر دي که هر څه دي، هغه دې بېرته راته واپس کړي‌ او را دې ولي دې هېواد ته. که یې نه راولي، بیا موږ کولای شو چې خپل د وس مطابق عکس العمل وښایو. ډېره حوصله مو کړې ده،‌ ډېر صبر مو کړی دی، نوره زموږ حوصله تمامیږي.»

ښاغلي یعقوب په خپلو خبرو مشخصآ د کوم هېواد نوم یاد نکړ او نه یې هم په دې اړه وضاحت ورکړ چې که دا کار ونشي هغوی به څه ډول «عکس العمل» ښيي.

په همدغې غونډې کې د طالبانو د هوايي ځواک قوماندان مولوي امان الدين منصور ويلي دي چې د افغانستان د ٢٨٩ پوځي الوتکو څخه ٥٠ يې پروازونو ته چمتو دي او په خبره یې نورې الوتکې یې تر ترمیم لاندې دي.

د تېر کال د اګست په ۱۵مه نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته یو شمېر افغان پیلوټانو او پرسونل له خپلو الوتکو سره ازبکستان او ترکمنستان ته تللي‌ دي. د دغو الوتکو دقېقه شمېره معلومه نه ده.

لا معلومه نه ده چې په دغو الوتکو کې څومره څرخي او څومره غیر څرخي الوتکې دي.

امریکا له افغان پوځ سره د مرستو په لړ کې میلیاردونه ډالر د افغانستان په هوايي ځواک ولګول.

په همدې حال کې طالبان وايي‌چې یو شمېر افغان پیلوټان او تخنیکي انجینران بېرته هېواد ته ستانه شوي‌ دي، خو نه یې دي ویلي‌ چې د افغانستان د مخکني حکومت د هوايي ځواک څومره پرسونل بېرته ستون شوی دی.

څه موده مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د هوايي ځواک په پیلوټانو او نور پرسونل غږ کړی و چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او «افغانستان هغوی ته ضرورت» لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مخکني حکومت لسګونه او سلګونه پیلوټان او پرسونل له افغانستان څخه وتلي دي. څه موده مخکې د افغانستان شاوخوا ۱۵۰افغان پیلوټان اوپرسونل له تاجکستان څخه متحدو عربو اماراتوته انتقال شول چې امریکا ته ولاړ شي.

د مخکني حکومت یو شمېر نظامیان وايي چې د «طالبانو په وعدو باور» نه دی په کار. د بشري‌ حقونو یو شمېر سازمانونه وايي چې طالبانو د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغانستان د مخکني پوځ لسګونه عسکر نیولي، ځورولي، شکنجه کړي، وژلي او ورک کړي دي.

د افغانستان د مخکني حکومت د دفاع وزارت په وینا د افغانستان هوايي ځواک شاوخوا ۷۰۰۰غړي درلودل چې یو شمېر یې په امریکا، بریتانیا او چیک جمهوریت کې زده کړې کړې وې. د افغانستان په هوایي ځواک کې یو شمېر ښځو هم کار کاوه..

دوی له طالب وسله والو سره په جګړې کې مهم رول درلوده او د حکومت له سقوط وروسته د طالبانو اصلي هدف شاید همدوی وي.

XS
SM
MD
LG