د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پنجشېر پر ابشار ولسوالۍ برید کړی


عکس ارشیف - پنجشېر ولایت
عکس ارشیف - پنجشېر ولایت

د پنجشېر سمیه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن سې شنبه سهار د یاد ولایت پر ابشار ولسوالۍ برید کړی او ملکي وګړي یې برمته کړي دي.

د ابشار ولسوال محمد سهراب د سپټمبر ۸ (وږې ۱۸) امریکا غږ ته وویل، وسله وال طالبان چې شمېر ۶۰ تنو ته رسیږي له ګاونډي ولایت نورستان څخه د یادې ولسوالۍ یو لیري پراته کلي ته دننه شوي.

هغه وویل چې طالبانو د امنیتي سرتیرو او سیمې اوسېدونکو سره نښته پيل کړې ده.

ښاغلي سهراب زیاته کړه چې اوس مهال امنیتي سرتیري له مرکز څخه د «قلعه تری» په نوم سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې طالبان ونیسي.

نوموړي وویل: "څو تنه طالبان چې د قلعه تري کلي ته راغلي وو، خلک یې راټول کړي او په جومات کې برمته کړي دي. زموږ سرتیري تر اوسه جومات ته نه دي رسېدلي، تر اوسه معلومات نشته چې دغه خلک مړه او یا ژوندي دي او یا یې له ځان سره وړي دي."

خو د ابشار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو پر داخلېدو له څو ساعتونو تېرېدو سره لا هم د پنجشېر سیمه ییزي ادارې سیمې ته هیڅ امنیتي سرتیري نه دي استولي.

د محي الدین مخلص په نوم د دغه ولسوالۍ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې د سیمې خلکو خپله وسله پورته کړې تر څو د طالبانو مخه ونیسي.

دا په تېرو ۱۹ کلونو کې لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان د پنجشېر ولایت یوې ولسوالۍ ته داخلیږي.

طالبانو ادعا کړې ده چې وسله والو یې په ابشار ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې پرمهال یې درې امنیتي سرتیري نیولي دي.

ابشار د پنجشېر له مرکز څخه لیري پرته ولسوالي ده چې د چارواکو په وینا د کاپیسا، لغمان او نورستان سره ګډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG