د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړیدلې


په وروستیو میاشتو کې وسله والو طالبانو د بادغیس په ولایت کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې وسله والو طالبانو د بادغیس په ولایت کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

د بادغیس ولایت چارواکي وايي، تیره شپه (مرغومې ۱۹ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ابکمري ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې شپږ امنیتي کارکوونکي ووژل شوي او دغې ولسوالۍ د ولسوال سربیره لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د شپې له نهو بجو څخه د پنجشنبې د ورځې تر سهاره د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو د مقاومت په پایله کې په شا وتمبول شو.

هغه وویل، په دې جګړو کې د ملي اردو دوه سرتیري، د پولیسو دوه سرتیري او د ملي امنیت دوه سرتیري وژل شوي او لس سرتیري ټپیان شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند وویل، په دې جګړه کې د ابکمري ولسوال عجب ګل کاکړ هم ټپي شوی دی.

هغه د ښاغلي کاکړ د روغتیايي وضعیت په اړه نور معلومات ورنه کړل.

جمشید شهابي د ادعا له مخې په دې جګړو کې د اسحاق پهلوان په نوم د طالبانو د یو قومندان په ګډون لس طالب وسله وال هم وژل شوي او په همدومره شمیر نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د والي د ویاند د وینا پر اساس د طالب وسله والو له خوا د دغه ولایت د "مُقر" پر ولسوالۍ هم تیره شپه بریدونه شوي، چې له امله یې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه ویلي، چې د ابکمري او مُقر په ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو سربیره یې په دغو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو شپږ امنیتي پوستې هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG