د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان مرکز ترینکوټ سره نږدې افغان ځواکونو او طالبانو جګړه کړې


د ترینکوټ ښار په ختیځ کې تیره شپه لسګونو وسله‌والو طالبانو د افغان پوځ پر یوې قرار ګاه ډله ییز برید وکړ.
د ترینکوټ ښار په ختیځ کې تیره شپه لسګونو وسله‌والو طالبانو د افغان پوځ پر یوې قرار ګاه ډله ییز برید وکړ.

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، چې تیره شپه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار سره نږدې د یوې جګړې په پایله کې د افغان پوځ یوه قرار ګاه د دولت وسله‌والو مخالفینو لاس ته ورغلې، خو د بیرته نیولو لپاره یې ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي، چې د ترینکوټ ښار په ختیځ کې د خرما په سیمه کې د افغان پوځ پر قرار ګاه لسګونو وسله والو طالبانو تیره شپه ډله ییز برید وکړ.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، په جګړه کېڅلور تنه چې درې یې د ملي اردو سرتیري او یو یې د پولیسو سرتیری وو وژل شوي دي.

د ښاغلي نایاب پر وینا، په پېښه کې دواړه خواوي ټپیان هم لري خو دقیقه شمېره یې څرګنده نه ده.

دوست محمد نایاب وویل، چې د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه نن سهار وختي د الوتکو په مټ سیمې ته رسول شوي او اوس دا ځواکونه له دغې سیمې څخه د وسله‌والو په تصفیه بوخت دي.

بلې خواته د زابل په مرکز کلات کې لسګونو وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستو بریدونه کړي چې د چاروکو پر ونیا د وسله والو بریدونه په شاه تمبول شوي دي.

د زابل د پوليسو د عملیاتي کنډک قومندان سمونمل اصف توخي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د پوليسومتقابلو بریدونو په پایله کې ۹ تنه برید کونکي وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور يې ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چي تیره ورځ ناوخته د کلات ښار په ختیځ کې د خان کلي پرامنیتي پوستونو وسله والو طالبانو ډله ییز برید وکړ چي د تازه دمه قواوو په رسیدو سره وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او جسدونه يې دوی د کلات روغتون ته انتقال کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د اروزګان او زابل ولایتونو د بریدونو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG