د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې څلور پولیس او ۱۴طالبان وژل شوي ـ چارواکي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې څلور پولیس او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه بریدونه تېره شپه مارچ ۲۳مه (وري څلورمه) د یادې ولسوالۍ په جوګرم او خاک چوپان سیمو کې رامنځته شوي چې د چارواکو په وینا تر نن سهار پورې دوام درلود.

د کندهار د پوليسو وياند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ ته وویل چې پوليسو له خپلو مرکزونو څخه دفاع کړې او ګڼو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وویل: "په جګړه کې ۱۴ برید کوونکي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي، دغه راز زموږ څلور پولیس هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي، زموږ د پولیسو د مرکزونو د سقوط مخه نیول شوې."

خو يوه امنيتي مقام د ميوند د جګړې په تړاو امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې ۸ پوليس وژل شوي دي.

ميوند د کندهار په جنوب کې د هلمند له شمالي ولسواليو سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده چې اکثره وخت د جګړو راپورونه ورڅخه تر لاسه کيږي.

خپله وسله والو طالبانو په دې دړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG