د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې د طالبانو برید کې افغان پولیس وژل شوي


د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه یې د یاد ولایت د سپینې غبرګې د پولیسو پر یوې لویې امنیتي پوستې د طالبانو برید پر شاتمبولی دی.

پېښه تېره شپه د کلات ښار ختیځ لورته په لس کيلو میترۍ کې د ترنک په سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د دغه ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې پر یادې امنیتي پوستې برید وکړ چې د سهار درې بجو یې دوام درلود.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن یکشنه د «وږې میاشتې پر۳مه» امریکاغږ ته وویل، چې په دغه جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو زیاته یې کړه چې پوره جزئیات به د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته شریک کړي.

خو د زابل یوه جګ پوړي امنیتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي امریکا غږ ته وويل چې په یاده امنیتي پوسته کې ۱۶ تنه پوليس موجود وو چې ۱۵ تنه يې وژل شوي او یو تن يې وسله والو ژوندی له ځان سره یرغمل کړی.

سرچینه زیاته وي چې دغه راز په پېښه کې د پوليسو یاد مرکز او ۷ وسایط په بشپړه توګه سوځيدلي او ټولي وسلې يې وسله والو طالبانو له ځان سره وړي.

خو د زابل د والي ویاند بیا له امریکا غږ سره خبرو کې د یادې امنیتي پوستې د سقوط او په زیات شمېر کې د پولیسو وژل کېدل رد کړل.

د کابل – کندهار د لويې لاري ۱۸۰ کیلو میتره برخه په زابل کې تېره شوې چې له تیرو دو میاشتو راهیسې نا امنۍ پکښې تر بل هر وخت زیاتي شوي.

د زابل امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات بیا امریکا غږ ته وویل، چې په دغه نښته کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل هم ټپي شوی دی.

نوموړي په دغه نښته کې افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه راپورونه او د پوستې سقوط رد کړل.

د زابل ولایتي شورا په دې ولایت کې د نا امنیو له زیات والي څخه اندېښنه ښيي او زیاته وي چې که د زابل امنیت ته پاملرنه ونشي د کابل – کندهار لویه لار د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان اشنا امریکا ته وويل چې په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه د تېر په پرتله زیات شوي او هره ورځ د کلات ښار په نږدې سیمو کې لويې امنیتي پېښي رامنځته کیږي.

طالبانو د دغه حملې مسؤلیت منلی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG