د لاس رسي وړ اتصالات

تیرینکوټ شاوخوا ته بیا جګړو زور اخیستی


د ارزګان ولایتي دفتر له خوا په دغه خپور شوي عکس کې د دغه ولایت والي او امنیه قوماندان جګړې له سیمې د لیدنې په حال کې لیدل کیږي.
د ارزګان ولایتي دفتر له خوا په دغه خپور شوي عکس کې د دغه ولایت والي او امنیه قوماندان جګړې له سیمې د لیدنې په حال کې لیدل کیږي.

په ارزګان کې د تازه نښتو په ترځ کې د ملي پوځ د یوه لوړ پوړي منصبدار په ګډون نهه تنه د پوځ سرتیري او لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

امنیتي مقامات وايي چې تیره شپه وسله والوطالبانو په دغه برید کې د ترینکوټ په ختیځ کې د شاه منصور قرار ګاه هم د لنډ وخت لپاره نیولې وه، خو وروسته د ملي پوځ سرتیرودا قرارګاه بیرته ونیوله.

د ارزکان امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تیره شپه وسله والو طالبانو د شاه منصور پر امنیتي پوستو پراخه بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له لوري پر شاه وتمبول شول.

مل پاسوال صدیقي " دښمن اوس له سیمې څخه ایستل شوی او درې ساعته جګړه کې يې لس تنه وژل شوي او ۱۵ تنه يې ژوبل شوی".

خو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال محمد صادق عیسی امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې له وسله والو طالبانوسره د تيري شپې په جګړه په ارزګان د ملي پوځ د څلورمې لوا درستیزوال ډګروال نجیب الله او د پوځ درې نور منسوبین وژل شوي او څلور نورټپیان شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند، وویل چې په دې جګړه کې ۲۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۷ نورټپیان شوي دي.

خو د ارزګان ولایت یوې بلې سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دې جګړو کې د پوځ ۸ تنه نور سرتیري هم وژل شوي او ۱۶ تنه د پوځ سرتیري ټپیان شوي چې د کندهار نظامي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب هم د تیري شپې په جګړه کې د ملي پوځ ځینو سرتیرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو پخلی وکړ خو د جزئیاتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه

افغان ځواکونو له تیرو ۲ اونیو راهیسې د ترینکوټ ښار په ختیځ او شمال ختیځ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد په نظامي عملیاتو بوخت دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د کوټ والو او شاه منصور په سیمو کې د افغان ځواکونو نظامي عملیات اوس هم دوام لري او په مهمو سیمو کې امنیتي پوستې جوړي شوي.

دا سیمې د ترینکوټ ښار څخه څلور کيلو میتره ختیځ او شمال ختیځ ته پرتې سیمې دي چې د ترینکوټ ښار د امنیت لپاره مهمې بلل کیږي.

وسله والو طالبانو د ارزګان د تازه نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG