د لاس رسي وړ اتصالات

وسله‌والو طالبانو د هلمند پر ګرشک ولسوالۍ برید کړی


د هلمند امنیتي مقامات وايې، وسله‌والو طالبانو لمړی د ګرشک ولسوالۍ پر امنیتي کمربند ۳ ځانمرګي موټر بم بریدونه وکړل.
د هلمند امنیتي مقامات وايې، وسله‌والو طالبانو لمړی د ګرشک ولسوالۍ پر امنیتي کمربند ۳ ځانمرګي موټر بم بریدونه وکړل.

د هلمند د ګرشک ولسوالی امنیتي مقامات وايي چې د دې ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله والو یوه ستر برید په شا تمبولی، خو جګړه لاهم دوام لري.

امنیتي مقامات وايې چې لمړی وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ پر امنیتي کمربند ۳ ځانمرګي موټر بم حملې وکړې او وروسته جګړه پيل شوه.

د هلمند د پوليسو یوه مقام د نوم نه اخیستلو په شرط امریکاغږ ته وويل "لمړني معلومات ښيي چي تر اوسه پدې جګړه کې ۸ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي".

خو د ګرشک امنیه قومندان سمونیار اسماعیل خپلواک بیا وايي چې ځانمرګي موټر هدف ته تر رسیدو مخکې د دوی تر بریدونو لاندې راغلي او بیا يې چاودنې کړي.ش

سمونیار خپلواک امریکاغږ ته وويل چې سهار پنځه بجې وسله والو د ولسوالۍ په اوپاشک او ده ادم خان سیمو کې غوښتل پر امنیتي کمر بند د یوه مازدا موټر او د ۲ حاموې موټرو په وسیله ځانمرګي بریدونه وکړي، چې د مخکینیو پټو معلوماتو له مخې د امنیتي کسانو له لوري تر برید لاندي راوستل شول.

دی زیاتوي چې په دغو ځانمرګو موټر بم چاودنو او جګړه کې ۲ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

"موږ مخکني معلومات لرل کله چي دوی یو مازدا او ۲ حاموي موټر داخلول زموږ پوليس او اوردو سرتیري ورته په کمین کې ناست وو او لمنځه يې یوړل طالبانو حمله پر شاه تمبول شوې او درانه تلفات لري".

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د ګرشک د جګړې په اړه وايي چې د وسله والو د وړاندي تګ مخه نیول شوې او د هوايي قواوو له لوري تر حملو لاندې راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه "په ده ادم خان او اوپاشک سيمو کې وضعيت د ځمکنيو او هوايي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی، چې د مخالفينو د ځپلو او له سيمو د پر شا کېدو تر وخت پورې به پرې بريدونه دوام ولري".

وسله والو طالبانو د برید مسئولیت منلی او رسنیو ته یې په لیږلي یو بیان کې ويلي چي د ګرشک ولسوالۍ پر امنیتي کمربند بریدونه يې په ۲ موټر بم حملو سره پيل کړي.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي په دې بیان کې، افغان امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتلو ادعا کړې او ویلي، چې وسله‌والو طالبانو د سربند قرارګاه نیولې او مخ په وړاندې روان دي.

ګرشک ولسوالۍ د لښکرګاه په شمال کې د کندهار – هرات پر لویه لار پرته ولسوالي ده.

د ګرشک امنیه قومندان وايي چي د کابل – کندهار لارې مسافرو ته هیڅ ستونزه نده پېښه شوې او پر یاده لار ترافیکي جریان په عادي حالت کې دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG