د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو ۴۸ ساعتونو کې په فراه او زابل کې ۳۸ افغان سرتیري وژل شوي


په تیرو دریو اونیو کېوسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات کړي دي.
په تیرو دریو اونیو کېوسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات کړي دي.

په فراه او زابل کې افغان امنیتي چارواکي وايي، اوړمه شپه وسله والو طالبانو د فراه ولایت مرکز او تیره شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ډله ییز بریدونه کړي، چې په دغو دواړو ولایتونو کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ته د سر دروند زیان اوړیدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، اوړمه شپه وسله والو طالبانو د فراه ولایت د مرکز د نیولو لپاره د ښار په شاوخوا پرتو امنیتي پوستو پراخه ډله ییز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فراه د مرکز څخه د دفاع په جګړه کې شپاړس افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې په دې جګړو کې ۴۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایی، وسله والو طالبانو د دغو جګړو لپاره د نورو ولایتونو څخه هم خپل وسله وال راټول کړي وو.

تراوسه وسله والو طالبانو د فراه ولایت د جګړو په اړه رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د زابل ارغنداب ولسوالۍ جګړې

د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه لویه حمله کې ۲۲ پوليس وژل شوي.

ځايي مقامات وايي، چې د وسله والو طالبانو يوې ډلې د ارغنداب ولسوالۍ د مرکزي کمربند پر پوستو له تېر ماخستن راهیسې بریدونه پيل کړي چې لاهم دوام لري.

د زابل یوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرې امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې پدې برید کې ۲۲ افغان پوليس وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاته وي، چې د ولسوالۍ د کمر بند ۳ پوستو سقوط کړی او ۳ نورو له خپلي اصلي موقعیت څخه د ولسوالۍ تعمیر ته پر شاه شوي.

د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل،چې وسله والو طالبانو د زابل په شمالي درو ولسوالیو ارغنداب، میزانه او دایچوپان ولسوالیو کې پرامنيتي پوستو بریدونه پيل کړي، چې افغان ځواکونو هم یې پر وړاندي عملیات پلان کړي.

ښاغلي رحمت الله یارمل وویل، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې دوی د تيرې شپې د جګړې په ترځ کې د ۱۸ پوليسو د وژل کیدو معلومات تر لاسه کړي دي.

د زابل د والي مرستیال وویل، وسله وال طالبانوته د افغان ځواکونو د تلفاتو دوه برابره زیات تلفات رسیدلي دي.

ښاغلي یارمل وويل" موږ تازه دم قوتونه سیمې ته لیږلي او په جدیت سره به په ارغنداب ولسوالۍ کې ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاکې شي دغه راز خپله امنیه قومندان جنرال میرویس نورزی له تیرو دوو اونیو راهیسې په دایچوپان ولسوالۍ کې دی چې هلته هم دښمن درانه تلفات لري او سیمه ورڅخه پاکه شوې".

خپله وسله والو طالبانو د زابل د تیرې شپې د نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG