د لاس رسي وړ اتصالات

تر پارکونو وروسته طالبانو ورزش کلبونو ته هم د ښځو په تګ بندیز ولګاوه


د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو تفریحي پارکونو ته د میرمنو په ورتګ د بندیز وروسته نن پنجشنبه نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) ورزشي کلبونو یا جمونو ته هم د ښځو په تګ د بندیز اعلان وکړ.

دا په تیر یو کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د میرمنو د آزادۍ د صلب کولو په برخې کې د دې ډلې تازه کړنه ده.

د دې وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ویلي چې طالبانو په تیرو ۱۵ میاشتو کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ چې د میرمنو لپاره پارکونه او جمونه بند نکړي خو زیاتوي چې خلکو د میرمنو او سړیو تر منځ د جلا والي لپاره د صادرو شویو حکمونو پروا نکوله او میرمنو هم هغه شان حجاب نه مراعت کاوه چې ورته امر شوی و.

طالبانو تر دې وړاندې پارکونو ته د تګ لپاره د میرمنو او سړیو لپاره بیلې بیلې ورخې ټاکلې وې.

مهاجر پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "موږ ډېره هڅه وکړله چې خویندو ته تفریحګاه ته د تګ زمینه برابره شي، په هغه ډول چې شریعت ورته اجازه ورکړې ده، خو په تاسف سره به ووایو یا بدبختانه د پارکونو والا هم همکاري نه کوله په دې برخه کې، او خویندو هم یو څه مراعت یې نه کاوه، نو له دې امله اوس لپاره متوقف شوي دي."

د طالبانو دې چارواکي همدارنګه وویل چې ډیری وخت سړي او میرمنې یو ځای پارکونو کې لیدل شوي او دا چې میرمنو ټیکري نه په سر کول او یا یې سم حجاب نه مراعت کاوه، دا ډله مجبوره شوه چې د تړلو پریکړه یې وکړي.

د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر د وزارت ویاند دا هم وویل چې د دې ډلې ټیمونه به په پارکونو او جمونو کې د میرمنو ورتګ څاري.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو او اقلیتونو حقونو نه مراعت کول، د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړل او په ځینو ادارو کې د میرمنو د کار مخه نیول د هغه څه یوه برخه ده چې نړیوالې ټولنې طالبان منزوي کړي او د تعامل څخه یې لیرې ساتلي.

نړیوالې ټولنې ویلي که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي باید د میرمنو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

خو طالبان وایي د میرمنو حقونو ته د هغه تفسیر پر اساس درناوي کوي چې هغوی یې له اسلامي شریعت څخه لري.

د پارکونو یو شمېر مالکین وايي، له میندو پرته ماشومان پارکونو ته نه ورځي او دا اندیښنه شته چې پارکونه یې د خلکو د نه ورتګ له کبله وتړل شي.

XS
SM
MD
LG