د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو اناردره په بشپړ ډول بېرته نیولې ده- داخله وزارت


د فراه د ولایت په ډیرو برخو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري
د فراه د ولایت په ډیرو برخو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي افغان امنیتي ځواکونو د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ ته رسېدلې او ولسوالي په بشپړ ډول د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل چې د انار درې ولسوالۍ په بشپړ ډول له افغان ځواکونو سره ده خو په جنګ کې اته افغان ځواکونه وژل شوي او لس نور ژوبل دي.

نوموړي همدغه راز وویل چې په جنګ کې ۵۶ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ سره په مرکه کې دا ومنله، چې وسله والو طالبانو د دوشنبې په سهار د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ مرکز د نږدې یوساعت لپاره نیولی وو، خو وروسته افغان ځواکونو بېرته ونیوه.

ښاغلي نصرت رحیمي وويل" تیره شپه په زیات شمیر وسله والو طالبانو د فراه ولایت د اناردرې د ولسوالۍ پر مرکز پراخه بریدونه پیل کړل، چې له امله یې نن سهار وختي د ولسوالۍ مرکز د پنځه څلویست دقیقو لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی وو، خو وروسته افغان ځواکونو د ولسوالۍ مرکز بیرته له هغوی ونیو".

طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او ویلي دي، چې د ولسوالۍ د نیولو په جګړو کې ۱۵ افغان سرتیري هم وژلي او درې زرې وسایط کې هم نیولي دي.

دمخه د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ اشنا راډیو ته د طالبانو له خوا د اناردرې د ولسوالۍ د ودانۍ نیول تائید کړي وو.

دمخه معلومات

د فراه ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د نیولو لپاره وسله والو طالبانو نن د دوشنبې له ورځې د سهار په څلوربجو پراخه بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې يې د دغې ولسوالۍ ځیني برخې د طالب وسله والو لاس ته ورغلي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د اناردرې ولسوالۍ د نیولو لپاره د هرات د شینډنډ،غور، هلمند او بادغیس ولایتونو څخه هم خپل وسله وال راټول کړي وو، چې نن سهار یې پر دغې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل.

ښاغلي مهري وویل، تراوسه په جګړو کې د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو لاس ته ورغلې او طالب وسله وال لا هم د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت او پولیسو د قوماندانۍ د نیولو لپاره د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د فراه د والي ویاند وویل، چې دولتي تاسیسات د اناردرې په ختیځه خوا کې موقعیت لري، چې جګړه لا هم په دې سیمه کې روانه ده.

د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو د وینا له مخې نن د دغو جګړو له امله د انادرې بازار هم تړل شوی دی.

د فراه د والي ویاند وویل، سیمې ته تازه دم ځواکونه لیږل شوي دي.

هغه وویل په لار کې د طالبانو ماینونه ښخ کړي او دا ځواکونه د سړک څخه د ماینونو په پاکولو بوخت دي.

د فراه ولایتي چارواکو تراوسه په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته د سر د زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې په اناردره کې په روانو جګړو کې د پنځلس افغان سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په دغه اعلامیه کې د اناردرې د ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړی او ویلي دي، چې د ولسوالۍ د مرکز د نیولو پر وخت درې زرې وسایط هم د دغې ډلې وسله والو ته په لاس ورغلي دي.

فراه کې په دې وروستیو اونیو کې جګړو زور اخیستی، اوړمه ورځ وسله والو طالبانو په یوه برید کې د دغه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې د افغان پوځ ترشلو زیات سرتیري، چې د پوځ د ځانګړو ځواکونو اوه سرتیري هم شامل وو، ووژل.

د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د ایران سره په سرحد کې پرته ولسوالۍ ده.

XS
SM
MD
LG