د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خپلو مشرانو په سر د انعام اېښودو د ګواښ په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ


په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغه اتمه) په افغانستان کې د امریکايي وګړو د توقیف په مقابل کې د غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څو ورځې مخکې په خپل ایکس کې لیکلي که ثابته شي، چې طالبانو ډېر امریکايي اتباع نیولي دي، د مشرانو په سر به یې «ډېر غټ انعام» کېږدي.

روبیو لیکلي: «که دا ریښتیا وي، مونږ به په سمدستي توګه د هغوی ( طالبانو) په مشرانو ډیر لوړ انعام کېږدو، ښایي تر هغه (انعام) لوړ وي چې په بن لادن مو اېښي و.»

شاهین د مارکو روبیو د دغو څرګندونو په اړه امریکا غږ ته په یو لیکلي پيغام کې ویلي: «زموږ تګلاره دا ده، چې د سوله ایزو اقداماتو له لارې د حل لارې پیدا کړو.»

هغه زیاته کړه: «د یرغل او فشار په مقابل کې، د افغانستان د خلکو د ورستیو کلونو جهاد د ټولو لپاره یو درس دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبر ورکړی او ویلي دي چې د هغوی د یو کس په مقابل کې یې ځینې امریکايي اتباع یې خوشې کړي دي.

لا معلومه نه ده، چې څومره امریکایان له طالبانو سره بندیان دي، خو امریکايي مقامات وايي چې دوه امریکایي اتباع جورج ګلیزمن او محمود شاه حبیبي په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.

د متحدو ایالتونو حکومت د القاعده د مشر اسامه بن لادن په سر باندې ۲۵ میلیون ډالر انعام اېښی وو، امریکايي چارواکي وايي اسامه بن لادن په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسمې د ترهګریزو بریدونو طراح و. خو امریکایي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان مرکز اسلام اباد ته نژدې اسامه بن لادن وواژه.

تېره اونۍ د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال د طالبانو په مشر هبت الله اخندزاده او د دغې ډلې د عدلیې په وزیر عبدالحکیم حقاني باندې بندیزونه ولګول. د جرمونو نړیواله محکمه دوی دواړه د بشریت ضد جرمونو تورنوي. د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG