د لاس رسي وړ اتصالات

د پنټاګان چارواکی: طالبان ممکن تر ۳۰ ورځو کابل منزوي کړي


د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي ددغه هیواد د استخباراتو په حواله ویلي ښايي طالبان په دې وتوانیږي‌ چې په دریشو ورځو کې کابل منزوي کړي.

رویټرز خبري آژانیس د امریکا د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی طالبانو په وروستیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د پام وړ پرمختګ درلودلی او د کابل تر انزوا وروسته به وتوانیږي چې په ۹۰ ورځو کې یې ونیسي.

د پنټاګان دې چارواکي چې غوښتي یې دي نوم یې وانه خیستل شي د چهار شنبې په ورځ ( اګست ۱۱) زمري شلمه رویټرز خبري آژانیس ته ویلي وروستۍ ارزونې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو قواوو د وتلو وروسته د طالبانو د پرمختګونو پر اساس شوي دي.

خو له دې سره سره امریکایي چارواکو ویلي دا "یوه پریکنده نتیجه ګیري نده" او د افغانستان امنیتي ځواکونه کولی شي له ډیر مقاومت سره وضعیت بدل کړي.

رویټرز د اروپايي ټولنې د یوه جګپوړي مقام په حواله راپور ورکړی چې اوس مهال طالبان د افغانستان په ۶۵ سلنه خاوره واکمني لري او د نوموړي په وینا طالبانو په دریو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د یوولیسو ولایتونو مراکز یا نیولي او یا یې هم له تهدید سره مخ کړي دي.

د رویټرز د راپور په حواله، د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد اتمه پلازمینه ده چې د چهار شنبې په ورځ ( اګست ۱۱ ) زمري شلمه د طالبان له خوا نیول کیږي.

بلخوا غربي سرچینو روریټرز ته ویلي په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالو په ډیریدو سره ګڼ شمیر کسان کابل ته کډه شوي دي.

سرچینې ویلي، دا تر اوسه معلومه نده چې ایا طالب جنګیالي هم د بیځایه شویو په منځ کې کابل ته داخل شوي دي که نه؟

دې غربي سرچینې ویلي" ددې ویره شته چې ځانمرګي برید کوونکي" دیپلوماتیکو سیمو ته ننوځي او طالبان د ترهګریزو بریدونو سره ډاډ ترلاسه کړي چې دیپلوماتیک ماموریتونه په لومړي فرصت کې کابل پریږدي.

رویټرز د پنځو امنیتي سرچینو په حواله چې غوښتي یې دي هویت یې په راپور کې ذکر نشي، راپور ورکړی چې په کابل کې دیپلوماتیک ماموریتونه هڅه کوي ډیر ژر خپل ټول کارکوونکي له کابل څخه وباسي. یوې سرچینې ویلي چې نړیوالو هوایي شرکتونو ته هم ویل شوي چې خپل کارکووکي له کابل څخه وباسي.

اما دغه اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږي چې افغان حکومت له لاس څخه د تللو سیمو د بیرته نیولو لپاره په هڅو او پلان جوړولو بوخت دی.

د افغانستان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ د رویټرز راپور ته په غبرګون کې وویل چې طالبان نشي کولای کابل تر اغیزې لاندې راولي.

روح الله احمدزي امریکا غږ ته وویل لکه څنګه چې رویټرز راپور ورکړی وضعیت داسې ندی.

ښاغلي احمدزي وویل: " افغان امنیتي ځواکونه، پولیس ، اردو او د ملي امنیت ځواکونه په مشترک ډول نه یوازې د کابل بلکې په ټولو ولایتونو کې د دښمن د بریدونو د مخنیوي لپاره کار کوي."

ښاغلی احمدزی، په یو شمیر برخو کې د طالبانو پرمختګ تائیدوي خو وایي دا په دې مانا نده چې کابل هم تر اغیزې لاندې راشي او خطر سره مخ شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهار شنبې په ورځ بلخ ولایت ته سفر وکړ او په دې سفر کې یې د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور، مارشال عبدالرشید دوستم او یو شمیر نورو سیاسي او جهادي مشرانو سره په امنیتي مسایلو بحث وکړ.

جمهور رئیس غني دوه اوونۍ وړاندې وویل یو امنیتي پلان یې جوړ کړی او دا پلان به ددې لامل شي‌ چې امنیتي وضعیت په شپږو میاشتو کې بدل شي خو د خپلې طرحې په اړه یې څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG