د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار چارواکي: د برېښنا ستونزې پر لنډ او اوږدمهال حل کار کوو


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزې د هوارولو لپاره پر لنډمهالې او اوږدمهالې حل کار کوي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د یکشنبې په ورځ دلړم پر ۱۳مه امریکا غږ ته وویل چې د لنډ مهال لپاره غواړي د دیني علماو او قومي مشرانو په مرسته د خبرو اترو له لارې د برېښنا قطعه شوي لینونه بېرته وصل کړي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، د اوږدمهاله حل په هدف غواړي چې له باد پښ څخه د برېښنا تېر شوي مزې یو بل خوندي ځای ته انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د ننګرهار والي حیات الله حیات په دې اړ له امنیت شورا، برېښنا شرکت او شمېر نورو مسؤلینو سره خبرې کړي چې تمه ده د دوو میاشتو په موده کې د برېښنا مزې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت یو خونده ځای ته انتقال شي.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی
د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی

نوموړي زیاته کړه:

"د ننګرهار د برېښنا ستونزه دوه ډوله ده،یو په لنډمهالي او بل په اوږدمهالې حل باندې موږ کار کوو."

پر جلال اباد ښار له شااوخوا یوې میاشتې راپدېخوا د لغمان ولایت اړوند د بادپښ په سیمه کې د چارواکو په وینا د وسله والو مخالفینو لخوا برېښنا قطعه شوې ده.

په بادپښ سیمه کې د برېښنا قطعه کېدو دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې مخکې هم په دغه سیمه کې د وسله والو لخوا برېښنا قطعه شوې چې د چارواکو د معلوماتو لمخې د بېرته فعالولو لپاره یې پوځي عملیات کړي دي.

د لغمان ولایت چارواکي هم وايي، د قومي مشرانو او دیني علماو له لارې هڅه کوي چې د برېښنا قطعه شوي لینونه وصل کړي.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي د یکشنبې په ورځ د لړم پر ۱۳مه امریکا ږغ ته وویل چې تېره ورځ د لغمان والي اصف ننګ په دې اړه له برېښنا شرکت مسؤلینو او نورو اړوندو مسؤلینو سره ددغه ستونزې د اساسي حل په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:

"دا برېښا تر ډېره ولسي ده، موږ له ډېرو لارو هڅه کول چې برېښنا وصل کړو د دیني عالمانو غوښتنه وه چې دغه ستونزه دي د پوځي عملیاتو پر ځای د خبرو له لارې حل شي، په دې اړه د لغمان والي د دایمي حل لپاره له برېښنا شرکت مسؤلینو او نورو اړوندو ارګانونو سره خبري کړي دي ."

د برېښنا قطعه کېدو په جلال اباد ښار کې د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي.

د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ خونې د رهبري شورا غړی حاجي عزیز الرحمن عرب امریکا ږغ ته وویل چې د برېښنا په قطعه کېدو سر په دغه ولایت کې ۳۶۰ لوی او کوچنۍ فابریکې بندې شوي او شااوخوا ۱۰زره کسان بېکاره شوي دي.

نوموړی وایی، که اړوند مسؤلین د دغه ستونزې غم ونه خوري خلک به په سوله ییزو اعتراضونو لاس پوري کړي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکو هم په ټولنیزو رسنیو کې د برېښنا د قطعه کېدو په اړه جدي غبرګونونه ښودلي.

دوی له اړوند مسؤلینو څخه د برېښنا ستونزې د اساسي حل غوښتنه کړې ده.

پر همدې مهال د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي امریکا ږغ ته وویل چې دوی هم له بېلابېلو لارو د دغه ستونزې د هواره هڅه کړې، خو وايي د پام وړ نتیجه یې نه ده ورکړې.

توحیدي وویل:"له هرې ممکنه لارې هڅه کوو چې ننګرهار او لغمان ته برېښنا وصل کړو."

نوموړي له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې له برېښنا سره سیاسي چلند ونه کړي.

چارواکي په باد پښ سیمه کې پر جلال اباد ښار او لغمان ولایتونو د برېښنا قطعه کېدل د وسله والو طالبانو کار بولي خو وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG