د لاس رسي وړ اتصالات

کندوزیان: طالبانو پلونه وران کړل، د ۲۰دقیقو مزل ۳ ساعته شو


طالبانو د کندوز په ولایت کې څو غټ پلونه او واړه پلچکونه په بمونو آلوزولي.
طالبانو د کندوز په ولایت کې څو غټ پلونه او واړه پلچکونه په بمونو آلوزولي.

کندوز کې طالبانو د تیرو دوه کالو په موده کې هغه مهال چې د کندوز پر ښار یې برید کړی و، د چاردرې او شنې تپې تر منځ د سیند پر سر لوی جوړ شوی پل او د قلعه ذال او اقتپې تر منځ لوي پلونه والوځول.

د قلعه ذال اوسیدونکي وايي چې له هغې ورځې چې دغه پل ویجاړ شوې دوي د اقتپې او قلعه ذال تر منځ په کښتۍ کې تګ راتګ کوي.

د قلعه ذال یو تن اوسیدونکی حیات الله کاکړ د پله په نشتوالي کې د خلکو د ستونزو په اړه داسې وايي " که مریضان بازار ته وړو تر اقتپې پورې شل دقیقې لار وه خو اوس درې ساعته لار اوږده شوې، او کیمه د شپې نه وي، که کله چې میرمنې په ولادت مریضانې وي داسې هم شوي چې په کیمه کې یې ولادت کړی."

هغه زیاتوي چې کښتۍ یا کیمه درانده شیان نه انتقالوي او که انتقال یې کړي نو د کښتۍ د چپه کیدو امکانات هم زیات وي " څو ځل داسې هم شوي چې درانه شیان په کیمه کې بار شوي کیمه سیند کې چپه شوې ماشومان او ښځې یې ډوب کړي دي."

کندوز کې په تیرو دوه کالو کې ددغو دوه لویو پلونو نه پرته یو شمیر واړه پلچکونه هم په بمونو الوځول شوي دي، چې له امله د خلکو تګ راتګ سخت شوی دی.

د کندوز د چاردرې هغه سرک چې له ولسوالۍ څخه لرې پراته کلي له ولسوالۍ سره وصلوي هم ځای ځای د وسله والو طالبانو له خوا اړول شوی او بمونه په کې ځای پر ځای شوي چې اوس د سیمې خلک د دښتې له لارې تګ راتګ کوي.

د چاردرې د بر سر او علي اباد د ولسوالۍ خلک وايي چې ددوي لار هم د پله د ویجاړیدو په خاطر اوږده شوې ده.

د سیمې یو تن اوسیدونکی ممتاز د سرکونو د خرابیدو په اړه وايي "د سرکونو او پلچکونو له خرابیدو څخه خلکو ته زیاتې ستونزې دي، کله چې ناروغ پیدا شي او له خرابو لارو یې روغتون ته راوړي نو د مریض حالات نور هم خرابیږي، او په دغو سرکونو اوس د بمونو ویره هم شته."

د سیمې خلک دا هم وايي چې په تیرو پنځلسو کالو کې د همبستګۍ په نامه د رغونې د یو پروګرام په ترڅ کې د کندوز د ولسوالیو او کلیوالو سیمو واړه پلچکونه کانکریټي شوي، او سرکونه یې بار بار جغل شوي وو خو د وسله والو له خوا ځای ځای دغه پلچکونه په بمونو الوځول شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG