د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د چرسو بوټې د پروسس د قرارداد په اړه وضاحت ورکړ


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وایی، د چرسو د بوټو د قرارداد په اړه له اسټرالیايي کمپنۍ سره نه بلکې له یوې جرمنۍ کمپنۍ سره یې خبرې شوي دي.

نوموړي نن پنجشنبه نومبر ۲۵ (لېندۍ ۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "زموږ خبرې C-Pharm آسټراليايي کمپنۍ سره نه دي شوي زموږ خبرې د جرمني کمپنۍ سره شوې. د C-Pharm کمپنۍ سره د چرسو د اخیستو نه بلکې د بنګو د بوټي د اخیستو توافق شوی چې چرسو ته تر رسیدو مخکې دغه بوټی کمپني باسي."

مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې یاد قرارداد د (سي فارم) په نوم یوې اسټرالیايي کمپنۍ سره شوی، خو یادې کمپنۍ دغه راپور رد کړی دی.

د جرمنۍ کمپنۍ هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې د (سي پارم) په نوم یوه کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي. خو نوموړي دا نه وه روښانه کړې چې یاده کمپنۍ د کوم هیواد اړوند ده.

نوموړي زیاته کړې وه: "د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کمپني جوړه کړي چې ورسره به په هیواد کې چرس یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کيږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي."

نوموړي زیاته کړې چې چرس به یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کیږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي.

ښاغلي خوستي د Cpharm د استازي له قوله ویلي: افغانستان کې په ۲۰ زره جریبه زمکه چرس کرل کيږي چې دوی ۳۰ زره جریبه چرسو ته اړتیا لري. د Cpharm غواړي د ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي."

نوموړي زیاته کړې چې د Cpharm کمپنۍ سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسماًپيل شي چې ورسره به ګڼ شمیر هيوادوالو ته کار پيدا شي.

XS
SM
MD
LG