د لاس رسي وړ اتصالات

غور او هرات کې ۱۷۲طالبان افغان پوځ ته تسلیم شوي ـ چارواکي


دفاع وزارت وايي، دا تسلیم شوي طالبان دي
دفاع وزارت وايي، دا تسلیم شوي طالبان دي

افغان چارواکي وايي چې په هرات او غور ولایتونو کې ۱۷۲ طالبان له خپلو یو شمېر قوماندانانو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتي برخې مسؤل سید اقا ضیا حسیني د سه شنبې په ورځ «سلواغې۲۲مه» امریکا غږ ته وویل چې ۱۶۰ وسله وال د غور ولایت په شهرک او د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې له خپلو وسلو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

ښاغلي حسیني زیاته کړه چې د عبدالله، محمد یوسف او ملا سرور په نومونو د طالبانو مهم قوماندان هم په تسلیم شوو وسله والو کې شامل دي. امنیتي چارواکي وايي چې یاد وسله وال تېره ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

تسلیم شوي وسله وال
تسلیم شوي وسله وال

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې یاد وسله وال طالبان په جګړه کې د افغان سرتېرو د فشار له امله حکومت ته ځانونه وسپارل.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د تېرې یوې میاشتې راپدېخوا ۵۸۲ وسله وال طالبان په شهرک او چشت ولسوالیو کې تسلیم شوي دي.

خو طالبانو بیا د خپلو جنګیالیو د تسلمېدو په اړه د افغان چارواکو ادعا رده کړې ده.

XS
SM
MD
LG