د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو حکومت د پولیو ضد واکسین پر کارکوونکو بریدونه غندلي دي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د کندز او تخار په ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو د واکسین د اتو کارکوونکو وژل غندلي او ویلي دي، چې د دغو بریدونو د عاملینو د پیژندلو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ ( کب شپږم) یې خپره کړې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو د واکسین پرکارکوونکو دا برید د ناپیژاندو وسله والو کار ګڼلی او ویلي دي، چې تراوسه د برید لامل او انګیزه نه ده معلومه شوې.

اعلامیه کې ویل شوي " د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین په کارکوونکو برید په کلکه غندي او د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه کوي".

د پنجشنبې په ورځ ناپیژاندو وسله والو په دریو جلا بریدونو کې د کندز د ښار په مربوطاتو کې درې نارینه او یوه ښځینه واکسیناتوران په ډزو ووژل او د همدې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کې یې دوه نور واکسیناتوران او یو د پولیو ضد واکسین مبلغ ووژل.

همداشان تیره ورځ وسله والو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې هم یو نارینه واکسیناتور ووژه.

ملګرو ملتونو د ګوزڼ ضد کمپاین د کارکوونکو وژل په کلکه غندلې دي او ویلي دي چې د اوس لپاره یې په کندز او تخار کې د پولیو ضد کمپاینونه ځنډولي دي.

په اعلامیه کې راغلي "دا بې منطقه تاوتریخوالی باید سمدستې ودرول شي او هغوی چې مسئول دې باید ترې پلټنې وشي‌ او محاکمې ته راکش کړل شي. دا بریدونه د نړیوالو قوانینو په ضد دي".

د دغه برید مسئولیت لا کومې ډلې نه دی منلې . دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین په کارکوونکو باندې بریدونه کېږي.

تیرکال هم په دغه هیواد کې د پولیو ضد کمپاینونو پر مهال نهه تنه واکسناتوران د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي وو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان کې د پولیو ویروس ختمولو ته ژمن دی.

دغه وزارت د پولیو ضد واکسین کارکوونکو ته د امنیت د برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې په افغانستان کې تازه نهه میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

اوس مهال په نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان کې ماشومان ‌د پولیو د ویروس د ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG