د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: هر طالب چې ډیرې چاودنې کړي، هماغومره لوړ امتیاز لري


د طالبانو د لوړو زده کړو سر پرست وزیر ندا محمد ندیم
د طالبانو د لوړو زده کړو سر پرست وزیر ندا محمد ندیم

د طالبانو د لوړو زده کړو سر پرست وزیر ندا محمد ندیم هرات ولایت ته پخپل سفر کې ویلي هغه طالبان چې ډیر ماینونه یې چولي، لوړ امتیاز لري او آزموینه ترې نه اخیستل کیږي.

د طالبانو لوړو زده کړو سر پرست وزیر پخپلو خبرو کې ویلي، "هر مجاهد که ډیر ماینونه یې چولي وي، هماغومره لوړ امتیاز لري او آزموینه ترې نه اخیستل کیږي".

د طالبانو دې چارواکي همدارنګه وویل چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د حزب تحریر، جماعت اسلامي، بهرنیان او یا دموکراتانو په نامه افراد ځای نلري.

هغه خبرداری ورکړ، " که معلومه شي چې دا کسان د افغانستان پوهنتونونو ته راغلي، جزا به ورکړل شي".

ښاغلي ندیم چې د لویدیځ زون – هرات، بادغیس، فراه، نیمروز او غور ولایتونو د محصلینو او لوړو زده کړو ادارو استادانو ته یې خبرې کولې، خبرداری ورکړ چې په هیواد کې یې د دیني علماوو لپاره په آزموینو کې "مطلقه" آسانتیا راوستې.

هغه زیاته کړه، "هغه عالمان او شیخان چې معلومه ده استادان دي، د مرکز مقاماتو ته مې ویلي چې د هغوي درناوی وکړي، د آزموینې نوم په خولې وانخلي. د عالمانو څخه د آزموینې اخیستل بې عزتي ده".

د طالبانو دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې په تیرو څلویښتو کالونو کې په افغانستان کې د پوهنتونونو او مدارسو تر منځ واټن پیدا شوی او ژمنه یې وکړه چې دا واټن به له منځه وړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه، " په همدې تیرو ۴۰ کالونو کې دښمن هڅه وکړه چې د ښوونځیو، مدرسو، د پوهنتون او مدرسو د استادانو تر منځ اختلافات پیدا کړي".

د طالبانو دا چارواکی داسې مهال دا خبرې کوي چې د څه باندې یو کال راپدیخوا لا هم د دې ډلې حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

په عین حال کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پخپل ویب سایټ کې د ښاغلي ندیم له قوله ویلي چې هغه د هرات په ولایت کې د سفر پر مهال هڅه کوله چې د پوهنتونونو او مدارسو تر منځ اړیکې ټینګې کړې.

XS
SM
MD
LG