د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پکتیا کې یو افغان سیک تښتولی ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پکتيا حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په څمکني ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو يو تن افغان سیک تښتولی دی.

د پکتيا د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران وايي، چې ”ندان سېنګ‟ درې ورځې مخکې د يادې ولسوالۍ د بابوخېلو سيمې اړوند د بنګښ له کلي څخه برمته شوی دی.

د نوموړي په وينا ندان سینګ له کابل نه په دغه ولسوالۍ کې يوه پخواني درمسال ته د مذهبي مراسمو لپاره تللی و او امنيتي کشفي ارګانونو يې د موندلو هڅې پيل کړې دي.

په ګردېز کې د ”جمګون سېنګ بشردوست‟ په نوم يو افغان سیک چې يوناني ډاکټر دی، امريکاغږ ته وويل چې له پخوا نه په څمکني ولسوالۍ کې يو درمسال لري او ښايي ندان سینګ د هغه د بيارغونې لپاره هلته تللی و.

خو نوموړي زياته کړه چې په دې اړه پوره معلومات ځکه نه لري چې له دوی سره کوم همغږي نه ده شوې.

که څه هم حکومت د ندان سینګ تښتونه د وسله والو طالبانو کار بولي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه له رسنيو سره کوم غبرګون نه دی شريک کړی او نه هم کومې بلې ډلې يې د برمتې نيونې مسؤليت پرغاړه اخيستی دی.

XS
SM
MD
LG