د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هرات کې د ملي اردو اوولس سرتېري وژلي


روژې میاشت کې افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي، چې ورسره د دغو ځواکونو تلفات هم زیات شوي دي.
روژې میاشت کې افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي، چې ورسره د دغو ځواکونو تلفات هم زیات شوي دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي اردو اوولس سرتېري تېره شپه د دغه ولایت په زاول ولسوالي کې د طالبانو له وسله والې ډلې سره په جګړه کې وژل شوي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي چې تر ۱۵۰ زیات وسله وال طالبان چې له فراه ولایت او شینډنډ ولسوالۍ څخه یو ځای شوي ول، د هرات د زاول ولسوالي په عزیز آباد سیمه کې یې د ملي اردو پر پوستو ډله ییز برید وکړ.

ښاغلی فرهاد وايي چې دغه جګړه د شپې له یوولسو بجو پېل شوه او تر څو ساعتو یې دوام وکړ، چې د ملي اردو اوولس سرتېري په کې ووژل شول او یو بل زخمي شوی دی.

د هرات د والي ویاند وايي چې تر جګړې وروسته کمکي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي، او له طالبانو سره یې په متقابله جګړه کې د دغې ډلې اته کسان وژل شوي او دیارلس نور یې زخمیان شوي دي.

د هرات دغه سیمه ییز چارواکی وايي چې اوس د زاول ولسوالۍ په عزیز اباد سیمه کې تازه دمي ځواکونو ځای پر ځای شوي او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندان په ګډون یو پلاوی سیمې ته د نورو څېړنو لپاره تللی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ومو غوښتل په دې اړه د افغانستان په لوېدیځ کې د ملي اردو له چارواکو نظر واخلو، خو هغوی په دې اړه ځواب ته حاضر نه شول.

زاول په هرات کې له نویو تاسیس شویو ولسوالیو څخه ده، چې پخوا د شینډنډ ولسوالۍ برخه حسابېده.

تېره ورځ د هرات د شینډنډ ولسوالۍ سلطان آباد په سیمه کې نا پېژاندو وسله والو په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، چې په دغه پېښه کې یو قومي مخور له خپل زوی سره چې ښوونکی و وژل شوی او اووه کسان نور زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG