د لاس رسي وړ اتصالات

فراه په بالابلوک کې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د بالابلوک په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د تیرې شپې په برید کې ۱۸ افغان سرتیري وژل شوي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د بالابلوک په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د تیرې شپې په برید کې ۱۸ افغان سرتیري وژل شوي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې د ملي اردو یو شمیر سرتیري وژل شوي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړي داد الله قانع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د "شاخ بالا" په سیمه کې د "کنسک" په کلي کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې تر شلو پورې د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته په یو استولي اعلامیه کې پیښه تائید کړې او ویلي دي، چې په دې برید کې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

جنرال وزیري ویلي، چې د شپې په دریو بجو دوسله والو بریدګرو سره د ملي اردو د ځواکونو په جګړه کې وسله والو مخالفانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

په فراه کې د افغان پوځ یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې په دې برید کې د ملي اردو ۲۵ سرتیري وژل شوي او د شپږ نورو درک معلوم نه دی.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي یو بیان کې په دغه برید کې د ملي اردو د ۲۵ سرتیرو د وژلو ادعا کړې او ویلي دي، چې طالبانو دوه سرتیري یې ژوندي هم نیولي دي.

طالبانو د دغې پوستې د نیولو ادعا هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG