د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وایي طالبانو بلخ کې یوه پولیسه وژلې


نن دوشنبه د «زمري میاشتې پر۱۴مه» وسله والو طالبانو د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې یوه ښځينه پولیسه په ډزو وژلې ده.

د دولت اباد ولسوال محمد یوسف د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې د نجیبې په نوم یادې ښځې په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو په توګه دنده تر سره کول.

ولسوال زیاته کړه چې نوموړې نن له مزارشریف څخه یادې ولسوالۍ ته پر لار وه چې د «بوریاباف» په سیمه کې د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوې ده.

هغه وویل:"نجیبه نومېدل، په قوماندانۍ کې کار کوی، دغه پېښه نن غرمه ۱۲ نیمې بجې رامنځته شوې ده، په بوریا باف سیمه کې مخکې ورته پېښې رامنځته شوې دي، مخکې هم څو تنه پولیس او مدیران وژل شوي، نن یې دغه ښځه ونیول له موټر څخه یې کښته او ۳۱ مرمۍ یې ویشتلې ده."

چارواکي وايي، چې د نجیبې په نوم دغه ښځینه پولیسه د بلخ ولایت اوسېدونکې وه.

هغه زیاته کړه چې د دغه ولسوالۍ د بوریاباف او قرشي ګک سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي چې مخکې هم څو ځله پر امنیتي سرتېرو بریدونه شوي دي.

پر همدې مهال د بلخ د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې دغه وژل شوي ښځينه پولیسې له دوی سره له همغږۍ پرته پر دغه لار په شخصي موټر کې تګ کاوه.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل امریکا غږ ته وویل:"دغه ښځه په غیر رسمي ډول په شخصي موټرونو کې تلل چې د بلخ او دولت اباد ولسوالۍ تر منځ سیمه کې د مخالفینو لخوا له موټر څخه کښته شوې او وژل شوې ده."

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG