د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: طالبانو څلور خره وژلي او خاونده یې له ځانه سره بیولې ده


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

طالبانو شاوخوا دوه اونۍ مخکې د غور ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې یوه ښځه د دوو زامنو چې ١٠ کلن او ١٢ کلن وو پدې تور له ځانه سره بیولي چې گواکې دوی د افغانستان د حکومت تر کنترول لاندې ساحې ته غذایي مواد وړي دي.

طالبانو ددغې میرمنې څلور خره چې غذایي مواد یې پرې انتقالول هم وژلي دي.

د غور ولایت ویاند عبدالحی خطیبي ددې خبر په تائید سره د امریکا غږ ته وویل چې طالب جنگیالي د پنځو کالو راهیسې د چهارسده ولسوالۍ د قریه من کلي محاصره کړی او اجازه نه ورکوي چې دغې سیمې ته غذایي مواد انتقال شي.

ښاغلي خطیبي وویل: "د دلوې میاشتې په لسمه (جنورۍ ٣٠) دغې ښځې د طالبانو تر کنترول لاندې ساحه کې د خپلو خپلوانو سره له کتنې وروسته پر څلورو خرو غذایي مواد بار کړي وو چې په محاصره شوي کلي کې یې خپلې کورنۍ او گاونډیانو ته یوسي، خو طالبانو ددې ښځې له ټینگار وروسته د هغې څلور واړه خره ووژل او هغه یې د دوو زامنو سره یو ځای له ځانه سره بوتله."

ښاغلي خطیبي وویل ددې ښځې او د هغې د زامنو سرنوشت تر اوسه ندی څرگند شوی او دغې سیمې ته د امنیتي ځواکونو لاسرسی هم ممکن ندی، ځکه په ټوله ولسوالۍ کې یواځې یو کلی د حکومت په کنترول کې دی.

د غور ولایت ویاند د امریکا غږ ته وویل چې د چهارسده ولسوالۍ د قریه من ټولو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې او د ولسي پاڅون د ډلې په څیر د امنیتي قواو تر څنگ د طالبانو پر ضد د ځان دفاع کوي.

هغه زیاته کړه چې اوس ډیر کم خلک پدغه ولسوالۍ کې پاته دي او حکومت د هوا له لارې یو لړ غذایي توکي دغې ساحې ته انتقالوي.

XS
SM
MD
LG