د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په فراه کې د ملي اردو اته سرتیري وژلي


د فراه ولایتي شورا غړي وايي طالبانو د فراه ښار سره نږدې د دهک په سیمه کې د افغان پوځ پر پوسته برید کې اته افغان سرتیري وژلي
د فراه ولایتي شورا غړي وايي طالبانو د فراه ښار سره نږدې د دهک په سیمه کې د افغان پوځ پر پوسته برید کې اته افغان سرتیري وژلي

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز سره نږدې د " دهک" په سیمه کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې د ملي اردو اته سرحدي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د فراه ولایت د مرکز په شمالي دروازه کې یوه ډله ییز برید وکړ، چې له امله یې د ملي اردو د سرحدي ځواکونو اته سرتیري ووژ ل شول او درې نورټپیان شول.

ښاغلي بختور وویل، دا جګړه د څو ساعتونو لپاره روانه وه،چې په ترڅ کې د افغان ځواکونو دوه پوځي وسایط هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

خو د فراه د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ ته د تیرې شپې په جګړو کې د سرحدي ځواکونو د دوو سرتیرو وژل کیدل تائید کړل او وې ویل، په دغه برید کې یو سرتیری ټپي شوی هم دی.

د فراه د والي ویاند وايي، د ملي اردو دا سرحدي سرتیري د یو کنډک په تشکیل کې تازه له هلمند څخه فراه ته ورغلي وو.

دهڅو سره سره مو د فراه ولایت په مرکز کې د تیرې شپې د جګړو په اړه د افغان پوځ د ۲۰۷ ظفر قول اردو نظر ترلاسه نه کړی شو.

طالبانو په یو پیغام کې ویلي، چې د فراه ولایت مرکز د " دهک" په سیمه کې یې د تیرې شپې په برید کې اوه افغان سرتیري وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG