د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو د کندوز د امام صاحب پر ولسوالۍ برید کړی


د کندز ولایتي چارواکي وايی چې وسله والو طالبانو نن سها څلور بجې د دغه ولایت د اما صاحب پر ولسوالۍ پراخه بریدونه پیل کړي.
د کندز ولایتي چارواکي وايی چې وسله والو طالبانو نن سها څلور بجې د دغه ولایت د اما صاحب پر ولسوالۍ پراخه بریدونه پیل کړي.

نن یکشنبه په ځايي وخت سهار وختي ۴ بجې وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د اقي بای او بخمل کوڅې له لوري ددغې ولسوالۍ پر بازار برید کړی، چې تر اوسه لا پولیس د برید کوونکیو په مقابل کې مقاومت کوي.

د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي امریکاغږ ته وویل چې طالبان د شپې له خوا د امام صاحب د ولسوالۍ د بازار په څنډو کې ځای پر ځای شوي وو او سهار وختي یې ددغې ولسوالۍ پر کمربندي پوستو باندې بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي وویل چې جګړه لا هم جریان لري، او له کندوز څخه ورته د مرستې لپاره سرتیري ور رسیدلي دي.

د امام صاحب ولسوال وویل چې په روانه جګړه کې تر دې دمه ۶ تنه پولیس او ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه یو تن چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي مطبوعاتو ته یې په استول شوي ټلیفوني پيغام کې ویلي چې طرفدارو یې د امام صاحب د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یېددوي وسله والو ۵ پوستې نیولي او د ګڼ شمیر محلي پولیسو د مرګ ادعا یې کړې.

له بلې خوا له سهاره راپه دیخوا د کندوز پر ښار د هاوان مرمۍ ویشتل کیږي چې تر اوسه ددغه ویشتل شویو مرمیو له امله د څلور تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

امنیتي مسولین وايي چې په ټپیانو کې یو پولیس او یوه ماشومه جینۍ هم شامل ده.

څو ورځې وړاندې هم د کندوز پر ښار باندې د وسله والو طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ ویشتل کیدې چې له امله یې یو ۱۲ کلن زده کوونکی وژل شوی و او تر لسو زیات ملکي وګړي ټپیان شوي وو.

کاپیسا لپاره د طالبانو نومول شوي والي وژل

د سیلاب ۲۰۱ قول اردو وايي، چې په کاپیسا ولایت کې د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دغه ولایت لپاره د وسله‌والو طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی.

د سیلاب ۲۰۱ قول اردو په یو بیان کې راغلي، چې دا عملیات د کاپیسا ولایت د تګاب او کوه صافي ولسوالیو په خمیردان کوه خواجه بلند سیمه کې له تیرو ۴۸ ساعتونو راهیسې پیل شوي دي.

د بیان له مخې په دغو عملیاتو کې د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي دوست محمد له خپل لسو ملګرو سره وژل شوي دي.

د سیلاب ۲۰۱ قول اردو دغه راز ویلي، یو کس چې غوښتل یې د پروان ولایت پر لویه لاره ماین ښخ کړي، د هوايي برید په نتیجه کې وژل شوی او د پیښې له ځای څخه یو میل کلاشینکوف او یو ماین کشف او ضبط شوی دی.

XS
SM
MD
LG