د لاس رسي وړ اتصالات

ملا هبت الله له طالبانو غوښتي خپلې لیکې پاکې کړي


د طالبانو رهبر هبت الله آخندزاده د دې ډلې په قوماندانو غږ کړی چې د خپلو لیکو نه نامطلوب کسان وباسي.

د طالبانو د چارو عمومي ادارې نن پنجشنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) د ښاغلي هبت الله ځینې څرګندونې په ټویټر کې خپرې کړي چې ددې ډلې په لیکو کې د نفوذي کسانو د شتون په هکله پکې اندیښنه ښودل شوې.

د ملا هبت الله په یوې څرګندونې کې ویل شوي، "هر مشر (د طالبانو قوماندان) مکلف دی چې هغه نامطلوب کسان چې د اصلاح کولو امید یې نه کیږي، د خپل صف نه وباسي. "

داسې ښکاري چې د طالبانو مشر ښایي دا څرګندونې د کندهار د حکیمیه په مدرسې کې خپلو پلویانو ته کړې وي ځکه چې هغه څو ورځې وړاندې په همدې ځای کې د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راڅرګند شو.

ملا هبت الله همدرانګه خبرداری ورکړی چې " د دوي (نامطلوبو کسانو) هر ډول ظلم او ناوړه کارونو مسؤلیت به په دنیا او آخرت کې د مشرانو په غاړه وي".

طالبان د اګست په میاشت کې واک ته ورسیدل او ویل کیږي چې د خپلو لیکو د پراختیا لپاره خپل پخواني دښمنان، سخت دریزه اسلامي متحدین او په مدرسو کې ځوان جلبوي.

د دې تر څنګ د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په یو غږیز پیغام کې د طالب وسله والو غوښتي و چې "ناوړه، مفسد او ناتوانه افراد خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په خاطر او یا د طالبانو د نوم بدولو لپاره د دې ډلې سره یو ځای شویدي".

ملا یعقوب همدرانګه ویلي و چې د طالبانو یو شمیر قوماندانان د خپلو تشکیلاتو د پراخه کولو لپاره د "نا اهله افرادو، اربکیانو او پخوانیو جنایتکارانو سره ملګري شوي او هغوي یې پخپلو لیکو کې جلب کړیدي". د طالبانو د دفاع وزارت دې سرپرست وزیر ویلي و چې دې کسانو جلب کیدو ته اړتیا نشته او امر یې کړی و چې دا کسان باید هر څومر ژر چې امکان ولري باید د لیکو نه وایستل شي.

ملا یعقوب همدارنګه خبرداری ورکړی و چې که ددې خبرداري د خپریدو نه وروسته بیا هم د کوم طالب قوماندان په تشکیلاتو کې داسې افراد وموندل شول، قوماندان د بې وسلې کیدو، نیول کیدو او یا هم د طالبانو د لیکو نه د ایستل کیدو د خطر سره مخ کیدی شي.

طالبان د اګست په میاشت کې په کابل کې د واک ته رسیدو نه ورسته د اسلامي دولت یا داعش د خرسان څانګې د بریدونو سره مخ دي چې تازه برید یې د سردار محمد داود خان په روغتون و چې د مسؤلینو په وینا پکې لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه شوي او څه باندې ۹۰ نور ټپي دي.

سره لدې چې طالب قوماندانان ټینګار کوي چې ثبات او امنیت ټینګولی شي خو د وژنې داسې پیښې ډیرې شوي چې یا یې طالبان کوي او یا هغه کسان چې ځانونه طالبان بولي.

XS
SM
MD
LG