د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملا محمد عمر وژل کیدل رد کړیدي


طالبانو د ملا محمد عمر وژل کیدل رد کړیدي
طالبانو د ملا محمد عمر وژل کیدل رد کړیدي

دافغانستان طالبان هغه رپوټونه ردوی چې وايي ددوی مشر ملاعمر په پاکستان کې وژل شوېدی.

طالبانو دغه رپوټونه ددوشنبی په ورځ دېو ه پروپاګند په توګه رد کړل. هغوی ووېل چې ملاعمر ژوندی دی او په افغانستان کې دعملېاتو لارښوونه کوی.

دافغانستان ېوه تلوېزېونی چېنل طلوع رپوټ ورکړی و چی د طالبانو مشر ملاعمر د پاکستان د نظامی استخباراتو دېوې اداری له خوانه په داسی وخت کې ووژل شو چې اول ېې دکوېټی له ښارنه شمالی وزېرستان ته انتقال کړ اوبېاېې وواژه.

په رپوټ کې وېل شوی وو چې دپاکستان داستخباراتو اداری داکار د آی آېس آی د پخوانی رئېس حمېدګل په مرسته کړېدی.

رپوټ وايی چی حمیدګل خبری اژانسونو ته وېلی دی چې داخبر دروغ دی.

دافغانستان داستخباراتو د اداری ېوه نطاق لطف الله مشعل ددوشنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې ملاعمر په کوېټه کې اوسېږی. خو په تېرو څلور پنځو ورځوکې د خپلی پټېدانی له ځای نه لادرکه شوېدی. هغه کسان چې د طالبانو د تنظېم په باب معلومات لری هغوی وايی چې ښايی ملاعمر د کوېټی او کراچی ترمنځ سېمو کې چېرته پټ اوسېږی.

دامرېکا حکومت دطالبانو د مشر د وژلو په سر لس ملېونه ډالره انعام اېښی دی. ېاغی طالبانو د پسرلي دموسم د حملو په ترڅ کې خپل برېدونه په افغانستان کې زېات کړېدی. ناټو وايی چې نن ددوشنبی په ورځ دافغانستان په ختېځ کې ددوی څلور تنه عسکر د بم په ېوه برېد کې ووژل شول. دناټو اېتلاف په دې برخه کې نور تفصېل ندی ورکړی.

XS
SM
MD
LG