د لاس رسي وړ اتصالات

دپلوماتان: ملګري ملتونه طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب اجازه نه ورکوي


د ملګرو ملتونو دپلوماتانو د رویترز اژانس ته ویلي، داسې نه بریښي چې ملګري ملتونه دې طالبانو ته اجازه ورکړي چې پدې سازمان کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو کمیټه چې د امریکا متحده ایالتونه، روسیه او چین یې غړي دي، د ملګرو ملتونو د سازمان د ۱۹۳دایمي غړو د استازولیو د اعتبار لیکونو په اړه پریکړه وکړي.

د رویترز اژانس د ملګرو ملتونو د دپلوماتانو له قوله چې نومونه یې ندي ذکر شوي همداشان رپوټ ورکړی دی چې دغه سازمان به د میانمار پوځي حکومت ته هم ددې هیواد د استازیتوب اجازه ورنکړي.

پدې ترڅ کې د طالبانو ډلې تیره اونۍ له روسیې غوښتي وو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي. که څه هم چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبینزا، د روان کال د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه تصمیم ندی نیول شوی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین،ددې ډلې له لورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي شوی دی. ښاغلي شاهینتیره اونۍ وویل چې طالبان له روسیې څخه تمه لري چې د ملګروملتونو د سازمان د اعتبار لیکونو په کمیټه کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه دده د نوماندۍ ملاتړ وکړي.

طالبان دروان کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان کې واکمن شول او څو اونۍ وروسته د ملګرو ملتونو عمومي غونډه وشوه چې د افغانستان د استازولۍ بحث په کې جنجالي او د خبرونو سرلیک شو.

که څه هم چې ملګرو ملتونو د غلام محمد اسحاقزي نوم چې د افغانستان د پخواني حکومت له لورې په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی و د خپلو ویناوالو په لست کې درج کړی و، خو د سپتمبر په ۲۷چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د وینا کولو نوبت و ښاغلي اسحاقزي په غونډه کې له خبرو کولو ډډه وکړه.

لږ تر لږه د ملګرو ملتونو څلور دپلوماتانو د رویترز اژانس ته ویلي چې تمه ده چې د افغانستان د پخواني حکومت او میانمار استازي پدغه سازمان کې ددغو دوو هیوادونو څوکۍ ترلاسه کړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو کمیټه ددې سازمان د ټولو غړو د اعتبارلیکونو په اړه رپوټ د روان کال تر پایه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د منظورۍ لپاره وړاندې کړي.

د اعنبار لیکونو کمیټه او همداشان د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په سنتي توګه د غړو هیوادونو د استازو د اعتبار لیکونو په اړه د ټولو غړو د اجماع په اساس پریکړه کوي.

ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶نه تر ۲۰۰۱ کلونو کې چې طالبان پر افغانستان کې واکمن وو دغه ډله په رسمیت نه پیژندله او هغه وخت د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت چې د افغانستان یوه ډیره کمه ساحه یې تر کنترول لاندې وه او د طالبانو پر ضد یې مقاومت کاوه د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پیژانده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، ویلي د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت پیژندلو لپاره د طالبانو ټینګار او مینه پر دغې ډلې باندې د نفوذ یواځنۍ وسیله ده چې نړیواله ټولنه کولای شي ترې کار واخلي تر څو طالبان یو ټولشموله حکومت او د ښځو او نجونو او د لږکیو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوي ته اړ کړي.

له دې دمخه د متحده ایالاتو د کانګرس دوو جمهوري غوښتونکو غړو ښاغلي ګوتیرش ته د یو لیک په استولو سره د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو د رسمیت پیژندلو په هکله سخته اندیښنه ښودلې وه او دغه ډول اقدام یې د هغو ارزښتونو ضد بلی و چې ملګري ملتونو یې د ترویجولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG