د لاس رسي وړ اتصالات

ایا طالبان حکومتي ماموران کار ته پرېږدي؟


طالبانو د یکشنبې په ورځ جمهوري ریاست ماڼۍ ته ننوتل.
طالبانو د یکشنبې په ورځ جمهوري ریاست ماڼۍ ته ننوتل.

پداسې حال کې چې په افغانستان کې د شنبې ورځ په افغانستان کې د دولتي مامورینو لپاره د د رسمي اوونۍ د پیل لومړني ورځ ده خو طالبانو هغه دولتي مامورین چې نن کار کولو ته ستانه شوي، کار کولو ته ندي پریښي.

د حمدالله په نامه یو دولتي مامور چې معلومه نده په کومه اداره کې یې کار کاوه، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې کله نن سهار یې غوښتل خپل د کار دفتر ته ولاړ شي، طالبانو ورته اجازه نده ورکړې. هغه وایي " طالبان په دروازه کې ولاړ و او راته یې وویل چې د دولتي ادارو د بیرته پرانیستل کیدو په هکله ورته هیڅ امر ندی شوی. "

طالبانو دغه دولتي مامور ته ویلي چې د دفترو د بیرته پرانیستل کیدو په هکله دې تلویزیون او راډیو ته غوږ شي.

طالبانو تقریباً یوه اوونۍ کیږي چې کابل یې نیولی خو لا یې هم حکومت ندی جوړ کړی.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو د وزارت یو مامور وایي چې ټولې هغه لارې چې دې وزارت ته ځي، بندې شویدي. دغه مامور د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې طالبان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي.

د کابل د ښارولۍ یو مامور هم چې نن یې غوښتل کار ته ولاړ شي، دننه کیدو ته ندی پریښودل شوی. دی وایي د طالبانو پدې کار خواشینی دی چې خلک کار کولو ته نه پریږدي.

دغه مامور ویلي، "په ډیرې هیله مندۍ کار کولو ته تلم خو خواشینی شوم. "

بل پلو بیا ځینو کسانو ویلي چې د کلیو د پراخیتا او ښاري پرمختګ د وزارت مامورینو ته نن اجازه ورکړل شوې وه چې د پیژندګلوۍ د کارتونو تر ښودلو وروسته دې وزارت ته ننوځي.

طالبانو تقریباً شپږ ورځې کیږي چې کابل یې نیولی. د هماغې ورځې راپدیخوا حکومتي ودانۍ، بانکونه، د پاسپورت دفترونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي.

ویل کیږي چې یوازې د مخابراتو څو خصوصي شرکتونه پدې تیرو څو ورځو کې فعال و.

XS
SM
MD
LG