د لاس رسي وړ اتصالات

امینه قوماندان: ارزګان د چورې ولسوالۍ د سقوط ګواښ له منځه تللی


 طالبانو د دې اونۍ په سر کې د ارزګان ولایت د جورې ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات وکړل چې افغان ځواکونو له خوا په شاوتمبول شول.
طالبانو د دې اونۍ په سر کې د ارزګان ولایت د جورې ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات وکړل چې افغان ځواکونو له خوا په شاوتمبول شول.

د ارزګان امنیتي مقامات وايي چې د دې ولایت د چورې ولسوالۍ د سقوط خطر لمنځه تللی او د قاطع ماموریت د هوايي بریدونو په ترځ کې ۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

وسله والو طالبانو د چورې ولسوالۍ د سقوط لپاره له تیري یوې اونۍ راهیسې بریدونه پيل کړي وو، چې د چارواکو په وینا دا بریدونه پر شا تمبول شوي.

د ارزګان والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ ته وويل چې وسله والو طالبانو چې بهرني جنګیالي هم وره ملګري وو د چورې ولسوالۍ پر مرکز څلور ورځي وړاندي ستر بریدونه وکړل، چې افغان سرتیرو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته.

ده زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې ۲۹ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي چې ۱۹ تنه يې د ملي پوځ او ۱۱ تنه يې د پوليسو سرتیري دي.

وژل شوي کسان د ملي پوځ او پوليسو د هغو پوستو سرتیري دي چې د ولسوالۍ په امنیتي کمر بند کې يې دنده لرله.

نایاب وویل چې تر پېښې وروسته د ولایت د پوليسو او ملي پوځ قومندان چورې ولسوالۍ ته تللي او له تیرې ورځې راهیسې يې د قاطع ماموریت د هوايي الوتکو په ملاتړ پراخ پوځي عملیات پيل کړي.

د ارزګانامنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي امریکاغږ ته وويل چې د ولسوالۍ د سقوط خطر لمنځه تللی او تر ۴ کلیو میتره پورې يې د ولسوالۍ له مرکز څخه امنیتي ساحه د عملیاتو په پایله کې پراخه کړې ده.

ده زیاته کړه چې د قاطع ماموریت د الوتکو په مرسته يې تر ۴۰ وسله وال برید کونکې وژل شوي او تر ۳۴ زیات نور ټپیان شوي.

مل پاسوال صدیقي " د وسله والو په منځ کې بهرني وسله وال هم وو چې په سیمه ییزه لهجه يې خبري نه کولې او نه هم پرې پوهیدل د وژل شویو کسانو جسدونه اوس هم په سیمه کې دي موږ د سیمې د تصفيې لپاره پراخ عملیات پيل کړي".

چوره ولسوالۍ د ارزګان په ختیځ ۶۰ کیلیو میتره فاصله کې پرته ده چې ځمکنی لار يې له تیرو ۲ کالو راهیسې د ولایت له مرکز ترینکوټ سره تړلې ده.

دغې ولسوالي څخه د ارزګان او دایکندي ولایتونو ترمنځ نښلونکی لار هم تیره شوې چې دا لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د ارزګان د مرکز او ټولو ۶ ولسوالیو ترمنځ ځمکنی لارې له تیرو ۲ کالو راهیسې د تګ راتګ پر مخ تړل شوي او د ترینکوټ کندهار په لویه لارهم وخت ناوخت د افغان ځواکونو او وسله والوطالبانو ترمنځ جګړې کیږي .

وسله والو طالبانو د ارزګان د چورې ولسوالۍ د نظامي عملیاتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG