د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د غړي له خوا پر یوې محصلې د جنسي تیري تورونه؛ سعید خوستي دا تورونه رد کړي


په افغانستان کې د یوې محصلې له لورې د هغې ادعا څو ساعته وروسته چې وايي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند سعید خوستي له خوا پرې جنسي تیری شوی او شکنجه شوې ده، د طالبانو دغه غړي له دې ښځې سره د واده کولو خبره منلې، خو پر هغې د جنسي تیري کول او وهل ټکول یې رد کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ددغې مېرمن چې خپل نوم الهه ښيي، ډیرې ویډیوګانې خپرې شوي دي. الهه وايي، د کابل پوهنتون د طب محصله ده او د تېر کال په سلواغه میاشت کې، وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت د "استخباراتو په رياست کې" ورباندي جنسي تیری وشو، سعيد خوستي هغه په زور په نکاح کړه.

دې مېرمن زیاته کړې: "زه یې ډېره ووهلم، هلته (د طالبانو د استخباراتو دفتر کې) راباندې جنسي تېری وشو، نه پوهېدم چې څه وکړم. دوی راڅخه ویډیو ثبت کړه. سعید خوستي راڅخه فلم ثبت کړ او ګواښ یې راته وکړ چې دا فلم به خپور کړي او زه یې ډیرو ناوړو کارونو ته وهڅولم".

دا مېرمن همدارنګه ادعا کوي، غوښتل یې پاکستان ته وتښتي، خو د تورخم پر پوله ونيول شوه او بيرته په کابل کې د طالبانو د استخباراتي دفتر زندان ته ولېږدول شوه.

هغې دا ادعا هم وکړه چې طالبانو هغه اړ کړه چې په زندان کې له سعید خوستي بخښنه وغواړي او د هغه پښې ښکل کړي.

الهي وېره ښودلې چې: "د دې ویډیو له خپریدو وروسته، شاید هیڅوک ما ونه ګوري، شاید زه مړه شم، خو د زر ځله مرګ غوره ده چې یو ځل مړه شم".

په دغو ویډیوګانو کې، چې ویل کېږي پخپله یې رسنیو ته لېږلي ، دغې مېرمنې غوښتنه کړې ده چې د ژوند د ژغورلو لپاره یې هڅې وشي.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي د دغې مېرمنې د ادعا په اړه غبرګون ښودلی او پر ټویټر یې لیکلي دي: "۶ میاشتې وړاندې مې د الهه نومې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړ، وروسته مې ولیدل چې نوموړې د عقیدې، باور مشکل لري. هڅه مې وکړه د نصېحت، بحث له لارې یې عقاید سم شي، مګر نتیجه يې ورنکړه، تر دې چې په واضح ډول یې مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د قران کریم توهین یې وکړ چې د هغې ثبوت هم شته".

خوستي زیاته کړې: "نه می وهلې، نه مې ټکولې. د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه طلاق مې ورکړو. په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم، د اسلامي امارت مجاهدینو او افغان ولس نه بښنه غواړم. پروردګار دې معافي راته وکړي".

غبرګونونه

د طالبانو د یوه غړي له خوا پر دغې مېرمنې د جنسي تېري، اجباري ودولو او شکنجې تورونو ډېر غبرګونونه راپارولي او ډېرو د مېرمن الهې د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ښځو د حقونو فعالې فرح مصطفوي پر ټوېټر لیکلي چې ډېرو نجونو سختۍ ګاللي خو ندي توانېدلي چې خپله چوپتیا ماته کړي.

مصطفوي زیاته کړې: "افراطي مذهبې ډلې هغومره چې په ظاهره ښځې دښمنانې ګڼي، په هماغه اندازه د پردې تر شا څو ودونو کولو ته لېوالتیا لري. د ښځو د ټولنې د تیاره ساتلو یو لامل له ښځو څخه دوه ګونې استفاده ده - ځکه چې باخبره ښځې غلامي نه مني".

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې کارکوونکې سمیرا حمیدي هم د سعید خوستي پر څرګندونو غبرګون ښودلی او پر ټویټر یې لیکلي: "(طالبانو) د اسلام له دین څخه ټوکه جوړه کړې. خپل هر ناوړه کار په اسلام پورې تړي. له ښځو او نجونو استفاده کوي، او بیا د خپلو ناوړو کارونو د پټولو لپاره یې کافرانې بولي".

XS
SM
MD
LG