د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو پکتیا کې ۱۴ افغان سرتیري خوشې کړي


وسله والو طالبانو دا ۱۴ سرتیري د تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال د اګست مياشتې په ۲۵ مه د پکتيا پر جاني خېلو ولسوالۍ د برید پرمهال نیولي وو.
وسله والو طالبانو دا ۱۴ سرتیري د تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال د اګست مياشتې په ۲۵ مه د پکتيا پر جاني خېلو ولسوالۍ د برید پرمهال نیولي وو.

په پکتيا ولايت کې وسله والو طالبانو هغه ۱۴ افغان امنيتي سرتېري خوشي کړل، چې په تېر اګست مياشت يې د دغه ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د نيولو پرمهال له ځان سره بيولي وو.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، چې د عامه نظم دغه ۱۴ پوليس د قومي مشرانو په منځګړيتوب پرته له کومې معاملې تېره شپه خوشې شول او نن ګردېز ته رسيدلي دي.

د تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال د اګست مياشتې په ۲۵ مه نيټه وسله والو طالبانو د پکتيا پر جاني خېلو ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل، ولسوالي يې ونيوله، وسلې او مهمات يې ترلاسه کړل، يو شمېر امنيتي کسان يې ووژل او ۱۶ نور يې له ځان سره ژوندي بوتلل، چې دوه تنه يې له لنډې مودې وروسته خوشې شول.

د والي وياند عبدالله حسرت زياته کړه، پاتې ۱۴ تښتول شوي پوليس په ځينو سرحدي سيمو کې ساتل کېدل او وسله والو طالبانو غوښتل، چې په بدل کې يې له افغان حکومت سره يو شمېر زنداني طالب وسله وال ازاد کړي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ازادو شويو پوليسو د خوشې کېدو خبر تاييد کړی او ويلي يې دي، چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې د ښه نيت له مخې دا پولیس ازاد کړي دي.

په ياده شوې خبرپاڼه کې د طالب زاندانيانو د خوشې کېدو د غوښتنې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو زياته کړې يې ده چې له افغان حکومت سره په زندانونو کې له پرتو طالب وسله والو سره ښه سلوک نه کېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG