د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي، ۱۴ تنه ښځینه بندیانې له بند څخه ازادې کړې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت وايي، د خپل مشر هبت الله اخندزاده د فرمان په اساس یې د کابل له ښځینه زندان څخه ۱۴ تنه ښځينه بندیانې خوشي کړ دي.

طالبانو پرون پنجشنبه فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) ویلي چې یادې ښځینه بندیانې د بېلابېلو وزارتونو د پنځه کسیزه هیت لخوا د د هغوی د دوسیې تر څېړلو وروسته تیره ورځ خوشي شوې.

په اعلامیه کې راغلي: "ټاکل شوي پینځه کسیز پلاوي، تېره ورځ د کابل د ښځینه زندان د بندیانو دوسیې او قضیې په کره توګه وڅېړلې، چې په پایله کې یې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کېدو په تور د نیول شویو ۱۴ تنو ښځینه بنديانو په اړه د امیرالمومنین (حفظه الله) له سپارښتنې سره سم، د خوشې کېدو پرېکړه وکړه."

د طالبانو د زندانونو د چارو ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې په مرکز او ولایتونو کې ټولو محاکمو ته دنده ورکړې چې د ښځينه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي او د خوشې کېدو وړ ښځينه بندیانو لپاره دې زمینه برابره کړي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري ویلي چې د طالبانو د مشر لخوا ټاکل شوی پلاوی به د نورو ولایتونو په زندانونو کې هم خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز مشر قاري یوسف احمدي هم تیره چهارشنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې د کابل د څرخي پله له زندان څخه د طالبانو د مشر د فرمان په اساس ۱۶ تنه ښځينه بندیانې خوشي شوې.

د طالبانو حکومت ویلي چې خوشي شوو ښځینه بندیانو ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د «قانون او شریعت خلاف دا سې کړنه چې د ټولنې د بې نظمۍ لامل ګرځي نه تر سره کوي.

د طالبانو حکومت نه دي ویلي چې دغه ښځینه بندیانې د کومو جرمونو په تور نیول شوي وې.

دا په داسې حال کېده چې په دې وروستیو کې په کابل کې د څو تنو ښځینه فعالانو د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، خو د طالبانو حکومت د هغوی د نیول کېدل رد کړي دي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې له طالبانو سره څومره ښځینه بندیانې شتون لري.

XS
SM
MD
LG