د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د تمیم ساتونکو په کابل کې ۱ پولیس وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړې دي


د کابل پولیس
د کابل پولیس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د پولیسو لخوا د محکمې د حکم له مخې د یوه کور د خالي کولو پرمهال په دغه کور کې مېشت د تمیم وردګ په نوم کس او ساتونکو یې پر پولیسو ډزې کړي او لا هم د هغوی لخوا مقاومت روان دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل تراوسه ددغه کس د ساتونکو په ډزو کې ۱ پولیس وژل شوی او د یوه خبریال په ګډون ۶ نور ټپيان دي،همدا شان د یوه ټپي پولیس روغتیايي وضعیت هم خراب ښودل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په وینا چې تراوسه (د شپې ۸:۳۰) د دغه کس وسله وال د پولیسو پروړاندې مقاومت کوي او پولیس لا بریالي شوي نه دي چې کور خالي کړي.

ښاغلي دانش وايي سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسیدلي دي او برید کوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې تسلیم شي.

دانش وايي تر اوسه په دقیقه توګه معلومه نه ده چې څومره کسان د کور له دننه له پولیسو سره مقاومت کوي.

مخکیني معلومات

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نن دوشنبې د «لېندۍ پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل چې د یاد کس او ساتونکو په ډزو کې د چټک غبرګون قطعې د رئیس ارکان په ګډون شپږ پولیس ټپیان شوي‌ دي.

نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته د دوی ځواکونه رسېدلي تر څو یاد کسان تر پژندلو وروسته ونیسي.

نجیب دانش همدارنګه زیاته کړه چې په دغه کور کې مېشتو وسله والو کسانو پولیسو ته ځان نه دی تسلیم کړی او له هغه ځایه پر پولیسو او خلکو ډزې کوي.

دانش وویل چې تمیم وردګ د افغانستان د پخواني دفاع وزیر رحیم وردګ له دوستانو څخه دی.

XS
SM
MD
LG