د لاس رسي وړ اتصالات

ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا ورکوي


تُرکي شرکت د"تاپ" په بریښنا پروژې ۱.۶ میلیارد ډالر پانګونه کوي
تُرکي شرکت د"تاپ" په بریښنا پروژې ۱.۶ میلیارد ډالر پانګونه کوي

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وايي، چې یو ترکي شرکت له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د مزي د انتقالولو (تاپ) پروژې پر سر ۱.۶ میلیارد ډالر پانګونه کوي.

د دغه وزارت سرپرست محمدګل خلمي د چهارشنبې په ورځ (لړم/عقرب ۱۶) خبریالانو ته وویل چې د تاپ پروژې ۷۵۰ کیلومتره مزي یواځې د افغانستان له خاورې تیریږي.

د ښاغلي خلمي پر وینا دغه مزی د تورغونډۍ له بندر څخه د هرات کندهار د لویې لارې په اوږدو کې تر سپین‌بولدکه غځول کیږي.

هغه زیاته کړه "د افغانستان د بریښنا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د خصوصي سکتور برخه حاضر شوې، چې د بریښنا د مزي انتقال پیل کړي، چې ظرفیت به یې په پیل کې له زر میګاواټه څخه تر څلور زره میګاواټه وي، دا هم د سیمې لپاره او هم د افغانستان لپاره مهمه ده، هغه بریښنا چې په ترکمنستان کې د ګازو له طبیعي زیرمې څخه تولیږي، لومړی هرات ته رسیږي، بیا کندهار ته او له دې مسیر څخه بیا د پاکستان کویټې ته رسیږي، موږ د دې وړاندوینه کوو، چې د دې پانګونې مجموعي پیسې به له ۱.۶ میلیاردو څخه تر ۲ میلیارد ډالرو پورې وي".

ټاکل شوې، چې ترکمنستان په دې پروژه کې خپله ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره کړي.

ښاغلي خُلمي زیاته کړه، چې افغانستان به له دې پروژې څخه هرکال د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا سربیره، پاکستان ته د بریښنا له ترانزیت څخه ۱۰۰ میلیون ډالر هم ترلاسه کړي او دغه راز، له دې مسیر څخه په استفادې به په راتلونکې کې افغانستان خپله بریښنا هم بهر ته صادره کړي.

ټاکل شوې چې دا پروژه په دریو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د چالیک هولدینګ شرکت په شپږو میاشتو کې د دغې پروژې مالي او تخنیکي سند چمتو کوي او د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت ته یې وسپاري.

د چالیک هولدینګ شرکت رئیس احمد چالیک، دغه شرکت ته د تاپ پروژې د مسولیت سپارلو له امله د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان له حکومتونو څخه مننه وکړه او وې ویل "موږ به ډیر ژر په دې پروژې باندې خپل کار پیل کړو او د چالیک هولدینګ د ډلې په حیث به موږ دلته پانګونه وکړو".

د دغې پروژې هوکړه لیک، نن له غرمې مخکې د افغانستان د جمهور رئیس محمداشرف غني او لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې د اوبو او بریښنا وزارات او "چالیک هولدینګ" ترکي شرکت ترمنځ په ارګ کې لاسلیک شو.

افغانستان هر کال د تاپ له پروژې څخه ۱۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کولی شي
افغانستان هر کال د تاپ له پروژې څخه ۱۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کولی شي

د دغه هوکړه لیک له مخې، د چالیک هولدینګ شرکت د تاپ پروژې د تطبیق پر سر په دریو هیوادونو ترکمنستان، افغانستان او پاکستان کې، ۱.۶ میلیارد ډالر پانګونه کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې ویلي "په دغه پانګونه کې د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې د ۲۰۰۰ میګاواټ په ظرفیت په دوو سرکیټونو کې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي تمدید شامل دی او دغه راز، د افغانستان او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ سبسټېشنونو جوړول هم شامل دي".

له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د بریښنا د انتقال پروژې (تاپ) تړون د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د درېو هیوادونو د مشرانو ترمنځ په پلازمینې عشق‌آباد کې لاسلیک شوی وو.

XS
SM
MD
LG