د لاس رسي وړ اتصالات

د شانگهای غونډه په تاشکند کې دایریږي


د سیمې مشران د ازبکستان په مرکز تاشکند کې ددې لپاره راغونډ شوي دي چې د شانگهای د سیمییزې همکارئ په سرمشریزې کې برخه واخلي.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی هم په دې غونډه کې د گډون لپاره ازبکستان ته ورغلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتر نه خپره شوې اعلامیه وايي چې ښاغلی کرزی به د ځانگړي میلمه په توگه په غونډه کې برخه ولري او د جمعې په روځ به د غونډې گډون کوونکو ته وینا وکړي.

په غونډه کې به د اقتصادي همکاریو، د افغانستان پر وضعې او د کوریا د ټاپو وزمې په اړه خبرې کیږي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس کرزی به د غونډې په درشل کې له ځینو مشرانو سره په جلا جلا ډول وگوري.

ایران په دغه غونډه کې برخه نلري. روسیې مخکې اعلان وکړ چې د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد غونډې ته نه راځي.

بل لور ته، د چین جمهوررئیس هو جنتاو د چارشنبې په ورځ په همدې نیت تاشکند ته ورسید.

هو جنتاو د ازبکستان د جمهوررئیس اسلام کریموف سره خبرې وکړې. د چین دولتي اژانس وویل ښاغلي هوجنتاو ویلي دي دواړه هیوادونه باید د انرژۍ، تکنالوژۍ او امنیت په برخه کې همکاري زیاته کړي.

د شانگهای سازمان په ٢٠٠١م کال کې جوړ شو. روسیه او چین د شانگهای د همکاریو د شپږو هیوادو په کتار کې مخکښ هیوادونه دي. قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان د سازمان له جوړیدو راهیسې یې غړیتوب لري. دا وخت هند، پاکستان ایران او مغولستان د څارونکو هیوادونو په توگه او افغانستان د خاص میلمه هیواد په توگه د شانگهای په سازمان کې برخه لري.

ټاکل شوې چې سږنۍ غونډه به سر له جمعې نه دوه ورځ دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG