د لاس رسي وړ اتصالات

د معلم ورځ؛ څو میاشتې کېږي افغان ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان حکومت تر دې مخکې د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړیواله ورځ هر کال نمانځل، خو طالبان چې اوس مهال په کابل حاکمیت لري د دغې ورځې نمانځلو لپاره هیڅ دولتي مراسم نه و نیول شوي.

یو شمير ښوونکي وايي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د زرګونو ښوونکو برخلیک نا څرګند دی او د څو میاشتو راپدېخوا یې معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.

په کابل کې د هلکانو د ښوونځي یوه ښوونکي محمد ظریف امریکا غږ ته وویل چې د شااوخوا څلورو میاشتو راپدېخوا معاش نه دی ورکړل شوی.

نوموړي زیاته کړه چې ښوونځي ته د تګ راتګ په مهال باید ۷۰ افغانۍ د موټر کرایه ورکړي، خو د پیسو د نشتوالي له امله مجبور دی تر ښوونځي څو کیلومتره پر بایسکل ولاړ شي.

محمد ظریف زیاته وویل: "ښوونکي په افغانستان کې له مظلوم ترینو اشخاصو څخه دي، په ټولو دورو کې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې معلمي کوم، زموږ د وضعیت ښه کولو لپاره هیڅ پاملرنه ونشوه.ټولو ژمنې وکړې، خو زموږ د ستونزو هواري لپاره یې ژمنې عملي نشوې، موږ خپل کورونه نلرو، نه د موټر کرایه لرو، اوس مو معاش هم نه دی اخیستی."

ښاغلي ظریف له طالبانو څخه وغوښتل چې د ښوونکو ستونزې حل کړي او زیاته یې کړه که د دوی ستونزو ته پاملرنه ونشي، ممکن ګڼ زده کوونکي له زده کړو څخه محروم شي.

طالبانو شااوخوا درې اونۍ مخکې د هلکانو د متوسطه ښوونځیو او لېسو پرانیستلو امر ورکړ، خو تر دا مهاله یې له شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه تصمیم نه دی نیولی.

په کابل ښار کې د زرمینې حیدري په نوم یوې بلې ښوونکي بیا وویل چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته یې ښوونځي ته له تګ څخه ډډه کړې او د ښوونځي ادارې هم ورته ویلي چې تر «امر ثاني» پوري ښوونځي ته د ندې لپاره له راتګ څخه ډډه وکړي.

اغلې حیدري زیاته کړه چې اوس مهال په ناڅرګند برخلیک کې ژوند کوي او په خبره یې معلومه نه ده چې کله به په ټولنه او په ځانګړي ډول د ښوونځي په برخه کې د فعالیت اجازه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د تیرو څلورو میاشتو راپدېخوا یې خپل معاش نه دی ورکړل شوی او په خبره یې ډاډمنه نه ده چې طالبان به یې معاش ورکړي او کنه؟ نوموړې له طالبانو څخه وغوښتل چې نجونو زده کوونکو او ښځینه ښوونکو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونکي ورځې په مناسبت مراسمو کې د ښوونکو د ستونزو هواري په برخه کې ډاډ ورکړی و. خو ښوونکي وايي چې دغه ژمنې کمې عملي شوي دي.

د تیر حکومت له ژمنو څخه یوه ژمنه دا وه چې ښوونکو ته به کورونه ورکوي چې د ښوونکو په خبره دغه کار عملي نشو.

په همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) افغان ښوونکو ته د ښوونکي نړیوالې ورځې مبارکي ویلې او زیاته کړې ده چې باید په دغه هیواد کې د ښوونکو قدر وشي.

یوناما ویلي: "د ښوونکو ورځ مو مبارک شه! نن موږ ، راتلونکي نسل ته د الهام ورکولو په موخه په ټوله نړۍ کې د ښوونکو ستاینه کوو."

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې له طالب چارواکو سره لیدنه کې له هغوی سره د افغانانو د کار او زده کړو د حق په اړه خبرې کړي وې او په دې برخه کې د طالبانو د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG