د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي نجلۍ په کمیس افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو نومونه


تصویر: د کاس هېډن له فیسبوک څخه اخیستل شوی دی
تصویر: د کاس هېډن له فیسبوک څخه اخیستل شوی دی

د متحدو ایالتونو د ایلونای په ایالت کې د ښونځي یوې زده کوونکې یو کمیس ګنډلی او پرې یې د ۲۵ هغو امریکايي سرتېرو نومونه لیکلي دي چې د افغانستان په جګړې کې وژل شوي دي.

ایبرې هېډن وايي د دغه کمیس په ګنډلو یې دوه کاله تېر کړي دي. کمیس داسې ګنډل شوی چې د امریکا بیرغ غوندې ښکاري او په کې ۲۵ اوږدې سرې او سپینې پټۍ ځوړندې دې. په هرې پټۍ کې د یو امریکايي سرتېري نوم لیکل شوی دی.

دا سرتېري د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې په جګړو کې وژل شوي دي.

د امریکا د فاکس خبري اژانس د دغې نجلۍ له خولې لیکلي دي "زه غواړم چې دا کمیس واغوندم او په دې کار سره د هغو سرتېرو یاد تازه کړم چې زموږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره په افغانستان کې وژل شوي دي. نه پرېږدم هغوی هېر او یاد یې تت شي."

دا کمیس (پرام ډریس) نومیږي چې معمولآ د فراغت په خاصو غونډو کې اغوستل کیږي. ایبرې هېډن هم پتېیلې چې دا کمیس د خپل فراغت په غونډه کې واغوندي. هغه د ایلونای ایالت د راکچیلي د ټاونشیپ د ښونځي زده کوونکې ده.

امریکا له ۲۰۰۱م راورسته په افغانستان کې دخیله ده او په دغې مودې کې یې شاوخوا ۲۴۰۰ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰۰۰ نور ژوبل شوي دي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۰۰۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونه روزوي او ورته سلا مشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG