د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن: دداعش ماتولو ته دوام ورکوو


 دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن دداعش خلاف ایتلاف غړيو هېوادونو په مجلس کې نن د سه شنبې په ورځ په کویت کې خبرې وکړلې
دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن دداعش خلاف ایتلاف غړيو هېوادونو په مجلس کې نن د سه شنبې په ورځ په کویت کې خبرې وکړلې

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن خبرداری ورکړ چې پکارده موږ دداعش دماتولو بهیرته ترهغه وخت پورې دوام ورکړو، څو هغوی په دوامداره توگه ماتې وخوري. که څه هم دغه ډله ترزیاتې اندازې پورې د عراق او سورېې له هغو سیمو نه ایستل شوېده چی یووخت ېې په ولکه کې وې.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په کویت کې په هغه کنفرانس کې د داعش خلاف هغه ا یتلاف تهخبرې کولې چې متحدو ایالاتو دداعش ډلې خلاف د ٢٠١۴کال په اخرو کې تشکیل کړی و.دداعش خلاف ایتلاف ستراتیژۍ ډیر پراخ اړخونه لرل. په دې کې د ا مریکا په مشرتابه هوايي بریدونه او ددې ډلې د مالي سرچینو بندول شامل وو. ددې ترڅنگ دداعش له ډلې سره د بهرنیو جنگیالیو د یوځای کیدلو دمخنیوي لپاره هم لارې چارې سنجول شوې وې.

ریکس ټیلر سن په دغه کنفرانس کې وویل داعش د منطقې ، د هېوادونو او د نړۍ د یوشمېر برخو لپاره گواښ دی.

دداعش خلاف خبري کنفرانس
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

XS
SM
MD
LG