د لاس رسي وړ اتصالات

جوادي: افغان ځواکونو په زابل کې د طالبانو یو مرکز له منځه وړی


سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه ستر مرکز د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۲ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.

افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د زابل ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کې کړي دي.

د شاجوۍ ولسوال وزیر محمد جوادي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې په کندهار کې مېشت د صفر ۳ ځانګړي قطعې سرتېرو د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس یاد عملیات تر سره کړي.

نوموړی زیاته وي چې عملیات د وسله والو طالبانو پر هغه ستر مرکز شوي چې د غزني او زابل ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو مهم سیمه ییز مشران پکې اوسېدل.

ولسوال وايي شوبار د طالبانو یو مرکز و
ولسوال وايي شوبار د طالبانو یو مرکز و

جوادي وويل:"دا عملیات د ولسوالۍ د شوبار په سیمه کې د زکوزو او لودینو په کلیو کې شوي چې ۱۰ وسله وال پکې وژل شوي او ۱۲ تنه يې ځانګړو ځواکونو له ځان سره د پلټنو لپاره انتقال کړي، شوبار د غزني او زابل د وسله والو طالبانو مرکز وو چې د کابل – کندهار پر لویه لار به يې حکومتي کسان تر یرغمل کېدل وروسته همدې سیمه کې زنداني کول او د جګړې پلانونه به يې پکې جوړول."

بلي خواته د کندهار مطبوعاتي دفتر هم وايي چې د کندهار د صفر ۳ ځانګړي قطعې د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې د نظامي عملیاتو پرمهال ۸ عرادې موټرسیکلان او د مخابرې د یوه مرکز په ګډون وسلې او مهمات هم ل‌منځه وړي.

په دغه عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي دي
په دغه عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي دي

شاجویۍ د زابل له نا امنه والسوالیو څخه ګڼل کېږي چې د کابل – کندهار د لويې لارې ۶۰ کېلو متره برخه ورڅخه تېره شوې.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG