د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د اقلیم د بدلون د سرمشریزې په ملاتړلاریون


ټاکل شوې د اقلیم د بدلون سرمشریزه د دوشنبې په ورځ په پاریس کې جوړیږي
ټاکل شوې د اقلیم د بدلون سرمشریزه د دوشنبې په ورځ په پاریس کې جوړیږي

په کابل کې د مدني ټولنې په لسګونو فعالانو د یوه لاریون او د ښار په کوڅو کې د کثافاتو د را غونډولو د احشر له لارې په پاریس کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د سرمشریزې له ناستې وغوښتل چې د نړۍ چاپیریال ساتنې ته پام وکړي.

دغو لاریون کوونکو د کوپ یوویشتمې ناستې له غړو هیوادونو او د نړۍ له مشرانو دا هم وغوښتل چې د چاپیریال د سمون لپاره یوې عملي هوکړې ته ورسیږي.

په پام کې ده سبا د نومبر په دېرشمه په پاریس کې د اقلیم د بدلون سرمشریزه دایره شي.

نه یوازې په کابل کې بلکې د نړۍ په ډېریو هیوادونو کې نن د چاپیریال ساتنې لپاره ورته لاریونونه وشول.

په افغانستان کې د چاپيریال ساتنې لپاره د مدني ټولنې دغه لاریون کوونکو ویل چې د نړۍ چاپیریال زیات زیان لیدلی دی، تودوخه لوړه شوې ده او بارانونه کم شوي، دوی د نړۍ له مشرانو چې سبا په پاریس کې را غونډیږي غوښتنه درلوده چې چاپیریال دې وساتي او د ګازاتو د تولید مخه دې ونیسي.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د پلان رئيس کاظم همایون وویل چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم له بدلون متضرره دی او نننی لاریون چې سمبولیک لاریون دی دا معنی لري، چې د چاپیریال لپاره په نړیوال کمپاین کې هم افغانستان شامل شي.

دغو مدني فعالانو د ښار نه د کثافاتو د ټولولو په خاطر یو احشر هم وکړ او په خلکو یې غږ وکړ چې خپل ښار له کثافاتو پاک وساتي.

د مدني ټولنې یوې فعالې منیلا حکیمي وویل "د کثافاتو د را غونډولو ددې احشر له لارې غواړو په ښار کې په خلکو کې دا فرهنګ رایج کړو، چې خلک خپل ښار پاک وساتي."

په پام کې ده، د نومبر په دېرشمه د فرانسې په پلازمینې پاریس کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو کنفرانس دایر شي، پدغه کنفرانس کې به د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو مشران او استازي برخه ولري.

د پاریس په کنفرانس که به د نړۍ مشران د اقلیمي بدلونونو په تړاوو یوې نوې موافقې ته سره ورسیږي، پدغه کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په پام کې ده ګډون وکړي خو لا هم ارګ پدې اړه څه ندي ویلي.

د پاریس غونډې ته د افغانستان د چاپیريال ساتنې د ادارې په مشرۍ یو لوړ پوړی تخنیکي پلاوی هم ځي.

دا اداره د پاریس له غونډې مشخصه غوښتنه لري، د چاپیريال ساتنې اداره وايي، له ۲۰۲۰ کال نه تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پورې د یو لسیزې لپاره د پاریس له غونډې درویشت ملیارده او شپږ سوه ملیونه ډالره مرسته غواړي.

دا اداره وايي، چې د دوی څېړنو ښودلې، تر دېرش راتلوونکو کلونو پورې به په افغانستان کې د تودوخې کچه دوه درجې لوړه لاړه شي، او د نړۍ دا مرستې به د چاپيریال ساتنې له دې ملحوظ په مصرف ورسول شي

XS
SM
MD
LG