د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې زهرجنو شرابو ۶۴ کسان وژلي دي


هند کې شراب پلورنځي بند دي او خلک په کورونو کې جوړ شوي شراب څښي.
هند کې شراب پلورنځي بند دي او خلک په کورونو کې جوړ شوي شراب څښي.

د پنجاب په ایالت کې چارواکي وایي یو شمیر خلکو زهر لرونکي شراب څښلي او مړه شویدي. پولیسو لس مشکوک کسان نیولي او تحقیقات ترې کیږي.

په راپورونو کې ویل شوي چې ۱۱ تنه په ګورداسپور او ۵۳ تنه د امریتسر او تارن تاران په سیمو کې د غیرې قانوني زهرلرونکو شرابو د څښلو نه وروسته مړه شویدي.

په هند کې هر کال سل ګونه خلک پدغه شان پیښو کې وژل کیږي.

معمولاً دا ډول شراب په غیرې قانوني توګه د هند په لیرې پرتو سیمو کې جوړیږي او یو لیتر یې په لسو هندي کلدارو پلورل کیږي.

د پنجاب په ایالت کې پدې تیرو څو ورځو کې یو شمیر نور کسان هم مړه شویدي خو معلومه نشوه چې آیا هغوي هم زهرجن شراب څښلي و که نه ځکه چې د عدلي طب د معایناتو نه وړاندې د مړو شویو کسانو جسدونه سوځول شویدي.

د دې پیښې نه یوه ورځ وړاندې د اندهارا پردیش په ایالت کې ۹ کسان هغه وخت مړه شول چې د لاسونو د پاکولو هغه مایع یې وڅښلې چې شراب پکې ګډ شوي و.

په هند کې د کرونا ویروس له وجې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو د بندیز له وجې د شراب پلورنځي هم تړل شوي او دغو کسانو د شرابو پر ځای د لاسونو پاکولو مایع څښلې وې.

XS
SM
MD
LG